لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په حب سیمه کې يو خبريال وژل شوی


د پاکستان د بلوچستان ايالت په حب ښار کې په يوه مقناطيسي بم کې ځايي خبريال وژل شوی، بلوڅ بېلتونکې غوښتونکې ډلې بي ایل اې يې ذمه واري منلې ده.

د حب د پوليسو ډي ايس پي يونس رضا د ټيليفون له لارې وي او اې ډيوه ته وويل چې د حب کراچۍ پر لويه لاره د حب د پوليسو د تهاڼې ته څېرمه د بمي بريد پيښه شوې چې په نتيجه کې يې ځايي خبريال شاهد زهري وژل شوی او يو لاروی ټپي شوی دی.

يونس رضا وويل چې د يکشنبې/ اتوار په ماښام (10 اکتوبر) شا وخوا اته بجې شاهد رضا له يادې سيمې تېرېدی چې د هغه په موټر کې چاودنه وشوه شاهد زهري اول ټپي شوی او ورستو يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د يونس رضا په خبره دا مقناطيسي بم بريد و چې د شاهد زهري په موټر پورې لګول شوی وو، وايي دا هدفي بريد وو او هدف يې هم شاهد زهري وو.

د پوليسو په خبره شاهد زهري د ميټرو نيوز په نامه د کراچۍ د اردو ژبې مېټرو نيوز ټيلي ويژن سره له تېرو څو کالو راهسي د رپورټر په حيث کار کولو.

د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې ده.

خو د حب د پوليسو ډي ايس پي د دې تورونو په اړه وويل چې شاهد زهري له کومې ادارې سره د کار په اړخ يې دوی ندي خبر خو هغه دا وويل چې شاهد زهري د خبريالۍ تر څنګ د ملک په حمايت کې سياسي فعاليتونه هم کول ، هغه زياته کړه چې شاهد زهري به په ځينو جلسو او لاريونونو کې د خبريال پر ځای برخه وال وو.

يونس رضا وويل چې په کال دوه زره ديارلس کې هم شاهد زهري باندې بريد شوی و چې هغه پخپله پکي بچ شوی خو د هغه يو ملګری په ياد بريد کې وژل شوی وو.

ډي ايس پي وويل چې يو کال وړاندې هم د شاهد زهري په موټر پورې نامکمله بم تړل شوی وو چې هدف يې ښيي د هغه ويرول وو.

د يونس رضا په خبره د شاهد زهري لخوا و پوليسو ته کوم داسې شکايت نه وو شوی چې هغه ته کوم ګواښونه شوي وي.

د شاهد زهري د وژنې د پېښې د خبريالانو تنظيمونو خفګان څرګند کړی او له حکومت څخه يې د خبريالانو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره د کوټلو ګامونو اخيستلو غوښتنه کړې.

د بلوچستان د خبريالانو د تنظيم بي يو جې جنرل سېکرېټري فتح شاکر وي او اې ډيوه ته وويل چې حکومت خپلې زمه وارۍ نه تر سره کوي ځکه داسي پېښې رامنځ ته کېږي.

د فتح شاکر په خبره تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې ډېری خبريال او له رسنيو سره کارکونکي وژل شوي چې شمېر يې تر 45سيوا دي، د هغه په خبره 26 خبريالان په هدفي بريدونو کې وژل شوي خو په خبره يې د يو قاتل هم نه دی نيول شوی.

د بلوچستان وزير اعلا جام کمال د شاهد زهري د وژنې پېښه غندلې او د پېښې د پلټنو امر يې کړی ، د اعلا وزیر له لوري رسنيو ته په لېږل شوي بيان کې ليکل شوي چې د شاهد زهري و کورنۍ ته به ضرور انصاف او په پېښه کې و ککړو ته به ضرور سزا ورکول کېږې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG