لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د طالبانو سره خبرې روښانه او مسلکي وې


امریکا ویلي د طالبانو سره په قطر کې شوې خبرې روښانه او مسلکي (پېشه ورانه) وې او طالبان به په خبرو نه په عمل کتلی شي، قضاوت به یې په عمل کيږي چې دوی څه کوي.

طالبانو د اتوار/ يکشنبې په ورځ (10 اکتوبر) ويلي، د امریکايي پلاوي سره يې په قطر کې دوه ورځنۍ خبرې شوي او دغه خبرې روښانه او سمې وې.

د طالبانو ویاند سهېل شاهين ویلي، په تفصيلي ليدنه کې په ټولو موضوعاتو خبرې شوي او ويل شوي چې سفارتي اړيکې به ښې کولی شي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس د سهېل شاهين خبره تاييد کړې خو ویلي يې دي د طالبانو قضاوت به په خبرو نه بلکې په عمل کولی شي.

د افغانستان څخه د امریکا د وتلو او په 15 اګست د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته امریکايي لوړ پوړو چارواکو او طالب استازو په لومړي ځل په قطر کې ليدلي دي.

نېډ پرايس ویلي د طالب استازو سره په ليدنه کې د امنيت او ترهګرۍ ترڅنګ د افغانستان نه د امریکايي وګړو، افغان همکارانو په خوندي توګه د ويستلو، د بشري حقونو، د ښځو او جينکو په افغان ټولنه کې د کردار په موضوع بحثونه شوي دي.

د طالبانو وياند سهېل شاهين چې په دوحه کې دی ویلي يې دي، په ليدنه کې امریکا استازو ويلي چې امریکا به افغانانو ته بشري مرستې ورکوي او نورو بشري مرستندويه ادارو ته به اسانتياوې برابروي چې دغه مرستې ورسوي.

هغه ویلي طالب مشرانو د امریکا د مرستو د پرېکړې هرکلی کړی او ژمنه يې کړې چې دغه مرستې به په شفافه توګه افغانانو ته رسولی شي خو د طالبانو د پلاوي مشر امیر خان متقي چې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير دی هغه ویلي چې دغه بشري مرستې به کوم سياسي اهداف نه لري.

امریکايي چارواکو دا هم ښکاره ويلي چې د دوحې دغه ليدنه د دې دپاره نه وه چې د طالبانو سره دې رسمي سفارتي اړيکې پېل شي. او قضاوت به په دې کيږي چې طالبانو کومې ژمنې کړي په هغې عمل وکړي.

د وي او اې انګرېزۍ د خبر ترمخه د خالي/ شنبې په ورځ د ليدنې د خبرو په پېل کې امير خان متقي په امریکا غږ کړی چې د افغانستان تړلې پېسې دې ازادې کړي. واشنګټن د افغانستان لس اربه ډالره تړلي دي. نړيوال بېنک او نړيوالې مالياتي ادارې هم د کابل مرستې ودرولې دي دوی د طالبانو په واکمنۍ کې په بشري حقونو اندېښنې څرګندې کړي دي.

ويل شوي د طالبانو د استازو پلاوي امریکايي چارواکو ته باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد دپاره ګواښ نه جوړيږي.

امریکا د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې د داعش په زياتېدونکو بريدونو اندېښنه څرګندوي د اګست د نيمايۍ نه وروسته داعش په افغانستان کې د 40 پورې بريدونه کړي د لسګونو په شمېره کې کسان يې وژلي او ټپيان کړي دي.

د جمعې په ورځ داعش په کندوز کې د شيعه مسلمانانو په جومات بريد کړی د 50 نه زيات کسان پکې وژل شوي او د 150 پورې پکې ژوبل شوي وو، افغان رسنيو د وژل شوو شمېره د 150 پورې ښودلې وه.

ويل شوي طالبانو دغه امکان رد کړی چې د امریکا سره په ګډه به د داعش پرضد وجنګيږي او ويلي يې دي ځواکونه يې په خپله دغه توان لري او په وروستيو کې يې د داعش پرضد ځينې عمليات کړي او د داعش اډې يې د مينځه وړلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG