لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شوکت ترين وايي د پاکستان اقتصاد افغان جګړو اغېزمن کړی خو څيړونکي دغه دعوه غلطه بولي


د پاکستان د خزانې مرکزي وزير شوکت ترين ويلي، چې د پاکستان د 80م په لسيزه کې په افغان جګړه او بيا د 9/11 نه وروسته د ترهګرۍ پرضد جنګ کې شاملېدو له امله ملکي اقتصاد بې ثباته شوی کوم چې اوس هم د دغو فېصلو د اغېزو لاندې دی خو څيړونکي د ترين دغه غلطه بولي.

نوموړي پرون په 10 اکتوبر په لاهور کې يوې دستورې ته په وېنا کې وويل چې موجوده حکومت د اقتصادي پرمختګ دپاره لنډمهاله او اوږد مهاله منصوبې جوړې کړي او هېواد مجموعي او تل پاتې پرمختګ ته سخته اړتيا لري او په دې کې د کرکيلي په شمول د پېداواري برخې پرمختګ او دې ته پاملرنه اړينه ده.

خو اقتصاد پوهان د شوکت ترين د دغه دعوې سره اتفاق نه کوي او وايي چې د افغانستان په جګړو کې خو د پاکستان اقتصادي پرمختګ (جي ډي پي) او د بهر هېوادونو نه پانګونه تر ټولو زیاته وه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې اقتصاد پوهه ډاکټر فرخ سليم وويل په دې دواړو جګړو کې خو د پاکستان د جي ډي پي شرح تر بل هر وخت نه زياته وه او د اووه او اته فيصدي په مینځ کې وه.

هغه وويل چې د پخواني پوځي امر پروېز مشرف په وخت کې د بهر هېوادونو نه نېغ په نېغه پانګونه د پینځه نيم نه تر شپږنيم اربه ډالره پورې وه او د جي ډي پي شرح هم د ټولو نه سېوا وه.

نوموړي زياته کړه په دغو جګړو کې خو د امریکې نه پاکستان ته غټې پېسې ترلاسه شوې وې. فرخ سليم وويل چې اصل مسله د پاکستان دا ده چې اقتصاد په ځای ولاړ دی او په مالي کال 2013/ 14 کې چې د پاکستان کوم 31اربه ډالره برامدات وو پاکستان نن هم په هغه ځای ولاړ دی.

هغه وویل اصل ستونزه دا ده چې د بهرنيو هېوادونو نه نېغ په نېغه سرمايه کاري يو اعشاريه 90 اربه ډالره ته راټيټه شوې ده، د پاکستان درامدات سېوا شوي او دا نزدې 70 اربه ډالرو ته رسېدلي چې له امله يې تجارتي خساره 46اربه ډالرو ته سېوا شوې ده البته يوه مثبته خبره دا ده چې د پاکستان ترسيلات زر سېوا شوي او روان کال دا 31اربه ډالرو ته د رسېدو امکان لري.

سليم زياته کړه پاکستان ته هر کال 29اربه ډالره يواځې د خرڅو دپاره پکار دي چې خپلې خرڅې پوره کړی شي.

څيړونکی ډاکټر مراد علي وايي، په دې کې هيڅ شک نشته چې په دغو دواړو جګړو کې به پاکستان د مشکل سره مخ شوي وي خو رښتيا خبره دا ده چې پاکستان د دغو حالاتو نه ښې ګټې هم پورته کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، افغانستان ته د نزدې ګاونډي په حېث او د خپلې جغرافيې د مهمتيا په اساس پاکستان په دغو 40 کلونو کې اقتصادي ، عسکري او سياسي مرستې ترلاسه کړي دي.

ډاکټر مراد علي وايي، د پاکستان کردار چې عملا څنګه هم وو خو د امريکې دپاره مهم وو او هم ځکه يې ورله هغه ټېکنالوجي ، جهازونه او وسلې په شمول دفاعي تربيې پروګرامونه هم ورکړل کومو ته چې په نړۍ کې د هر چا رسد نه وو.

شوکت ترين بيا دا هم ويلي غواړي چې د اقتصاد يوه پايداره تګلاره خپله کړي چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) نړيوال بېنک د پروګرامونو نه ځان وساتي.

د نوموړي په وېنا دا ډېره د حېرانتيا وړ خبره ده چې يو لور ته خو پاکستان وايي چې د امريکا دايتلاف په حېث يې ډېر زيانونه موندلي خو بيا بل خوا اوس هم د امريکا ملګرتيا ته تيار دی او د افغانستان په صورتحال کې دومره په مخه روان دی چې ښايي خپله مهمتيا نړۍ ته په وړاندې کړي.

مراد علي وايي هر څو که پاکستان غواړي اوس هم د افغانستان کارډ وکاروي خو ايا دغه کارډ به دا وارې څومره ګټه ور وي دا به په راتلونکې وخت کې څرګنده شي.

د پاکستان د خزانې وزير دغه خبره په داسې حال کې کړې چې امریکې په افغانستان کې 20 کلنه جګړه پای ته رسولې او د افغانستان په جګړه کې پاکستان د امریکا په اتحاد کې وو.

خو امریکا د ترهګرۍ پرضد دغه جګړه کې په پاکستان داسې تورونه هم پورې کړي چې امریکا ورسره مالي مرستې کړي او پاکستان ورته په ځواب کې دروغ ويلي دي.

د امریکا مخکني صدر ډانلډ ټرمپ د کال 2018 د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يو ټویټ کې ویلي وو،

" پاکستان د امريکا څخه 33اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي".

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او تل يې ویلي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو تندلاروډلو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG