لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه 1.62 فیصدي ته غورځېدلې


په پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه ورځ تر بلې ټیټیږي اؤ سرکاري شمیرې په ډاګه کوي چې دتیرو دریوؤ میاشتو راپدیخوا په وړومبي ځل دا کچه 1.62 فیصدي ته غورځېدلې ده.

دکرونا وایرس دچارو د څار دولتي ادارې این سي او سي پخپلو تازه شمېرو کې ویلي دي چې دتیر یو شواروز په مهال ګرد هیواد کې دکرونا وایرس 42476 معاینې شوي چې په دې کې 689 کسان په کرونا اخته موندل شوي دي.

همداشان په تیرو څلېریشتو ساعتو کې په کرونا وایرس د 18 کسانو د مړینې خبرتیا هم ورکړل شوې ده.

تر دې وړاندې په 28م جون هم پاکستان کې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه ښکته غورځېدلې وه اؤ 1.79 ریکارډ کړل شوې وه.

خو هم د روان کال په اوږدو کې دا کچه بیا په پاکستان کې تر 23.17 فیصدي هم رسېدلې وه.

دصحت محکمې چارواکي وایي د کرونا وایرس په مثبتو کې دکمي یو علت دکرونا ضد ویکسین په لړۍ کې چټکتیا ده ځکه چې اوس زیاتو خلکو ته دا ویکسین لګیدلي اؤ ددې ترڅنګ حکومت هم ځېنې بندیزونه پځائ کړي چې دکرونا دمثبتو پېښو دکمي سوب شوي.

پاکستان کې تر اوسه ټول ټال 12 لکه اؤ 59648 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 28152 کسان پرې مړه شوي هم دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG