لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان د وزیراعلا په ضد دهغه دګوند ملګرو دبې باورۍ تحریک جمع کړو


دبلوچستان د اعلا وزيرجام کمال خپلو سياسي ملګرو دهغه پر ضد د بې باورۍ تحريک اسمبلۍ جمع کړی دی۔

د بلوچستان عوامي ګوند دايالتي اسمبلۍ څوارلسو مرورو غړو تيره ورځ د خپل ګوندي سياسي ملګري او دبلوچستان د وزير اعلا جام کمال پر ضد د عدم اعتماد یا بې باورۍ د تحريک راوړلو پريکړه کړي،

دوئ د دوشنبې په ورځ د تحریک بې باورۍ د تحريک لپاره قرارداد دبلوچستان د ايالتي اسمبلۍ له سيکرېټري سره جمع کړی دی۔

په قرارداد کې ليکل شوي چې په تېرو دریوؤ کالو کې د جام کمال د غېرذمه دارانه رویې او ناسمو فيصلو له امله په ايالت کې ناامني بې روزګاري، ، او په خلکو کې تشويش زيات شوی دی۔

په قرارداد کې زياته کړل شوي چې صوبه کې د بېلا بېلو ادارو او محکمو سرکاري کارمندان پر احتجاجونو بوخت دي۔

دا تور هم پورې کړل شوی چې وزير اعلا له مرکزي حکومت سره د بلوچستان ستونزې په سنجيدګۍ سره نه دي شریکې کړې ځکه په ايالت کې د بجلۍ اوبو او د معيشت ستونزې لا زياتې شوې دي۔

د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ اوسني غړي او د ايالت دخزانې پخواني وزير ظهور بلیدي او د باپ ګوند نورو غړو د بې اعتمادۍ د قرارداد له جمع کولو ورسته رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ایالتي اسمبلۍ د زیاترو غړو په ګډون د ایالت د اولس هم پر اعلا وزیر جام کمال باندې اعتماد ختم شوی، اعلي وزیر جام کمال دې نوره خپله څوکۍ پریږدي.

“هغه ويلي وؤ چې د دولسو کسانو په ويلو استعفا نه ورکوم،ځکه نن موږ د ايالتي اسمبلۍ څوارلس غړو د هغه پر ضد د بې اعتمادۍ تحريک د اسمبلۍ و سيکرېټري ته وړاندې کړ،چې پکې اکثريت د بلوچستان عوامي ګوند دغړو دی، بي اين پي عوامي او پاکستان تحريک انصاف هم ددې تحريک برخه دي اوس هم ستاسو په واسطه و هغه ته خبر ورکوو چې مهرباني وکړه چې ستا لپاره د عزت دا يوه لاره پاته ده چې ته استفا ورکړه، چې د رایې ورکولو ته ارتيا پاته نشي"

د وزير اعلا جام کمال پرضد د اپوزيشن غړو هم پر څوارلسم ستمبر دبې اعتمادۍ د رایې ورکولو لپاره د اسمبلۍ د غونډې رابللو غوښتنه کړې وه خو پر هغه درخواست عمل ونه شو۔

خو متحده اپوزيشن دخفه حکومتي غړو د اوسني عدم اعتماد دتحريک دملا تړ اعلان کړی دی۔

د بلوچستان د اعلا وزير جام کمال پر ضد د اپوزيشن غړو د مالپ کال ۲۰۲۱-۲۲م د بجټ له وړاندې کېدو وروسته په ډاګه مخالفت شروع کړی دی،

دوئ تورونه لګولي چې اعلا وزير دوئ ته په بجټ کې عوامي سکيمونه نه دي ورکړي، د دوئ فنډونه يې بند کړي او د دوئ په انتخابي حلقو کې یې مداخلت کړی، له هغې وروسته د اپوزيشن له لوري په دې مخالفت کې زياتوالی راغلی دی.

پينځه ورځې وړاندې د جام کمال د خپل ګوند بلوچستان عوامي پارټې نهو غړو د احتجاج په توګه دجام کمال پر ضد خپلې استعفاوې د بلوچستان ګورنرسيد ظهور آغا ته وړاندې کړې په کوم کې چې ګورنر د دریوؤ وزيرانو استعفاوې قبولې کړې، او د هغوئ وزارتونه يې ختم کړل، خو هغه د ايالتي اسمبلۍ غړي دي۔

جام کمال او د هغه د حکومت ايالتي وياند لياقت شاهواني د اپوزيشن اود هغه د ګوند د خفه غړو تورونه تل رد کړي دي۔

د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاهوانې تیره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په جمع کړل شوي درخواست کې که څه هم د څوارلسو کسانو دستخطونه شته خو دده په خبره د دوئ د ګوند دومره غړي نه دي خوابدي،

شاهوانې زیاته کړه چې وزير اعلا جام کمال به له خپل منصبه استعفا نه ورکوي

"اوس هم وخت شته موږ يې داسې نه پرېږدو ، زموږ دوستان دي زموږ ملګري دي، د خوشحاله کولو هڅې يې روانې دي،او که د خدای خوښه وه موږ به د دوئ په پخلا کولو کې کاميابه شو، د څوارلسو غړو لاسلیکونه خو پرې شته خو په رسنيو کې او پر اسمبلۍ سيکرېټريټ کې موږ ته په نظر څوارلس غړي نه دي راغلي"

بل لوري ته د بي اين پي عوامي مرکزي جنرل سېکرېټري او د ايالتي اسمبلۍ غړی اسد بلوڅ هم وايي چې اعلا وزیر نوره لوبه بایللي ده.

دا وخت د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی په کوم کې چې د اپوزيشن ګوندونو د غړو شمېر دوه ويشت دی، د يوه آزاد اميدوار نواب اسلم رئيساني په ګډون د اپوزيشن د غړو شمېر درويشت جورېږي، د مسلم ليګ ن د بلوچستان ايالت پخوانی صدر نواب ثناء الله زهري د ايالتي اسمبلۍ غړی دی خو تر اوسه يې د کوم چا د حمايت يا مخالفت غږ نه دی کړی۔

بل لوري ته د جام کمال د ګوند بلوچستان عوامي د خفه حکومتي غړو شمېر څوارلس دی ، د اپوزيشن او د باپ ګوند د ټولو خفه غړو شمېر اووه دېرش جوړېږي۔

حکومتي لوری دعوه کوي چې دوئ سره۲۷ غړي ملګري دي۔

د اعلا وزير د ليري کولو لپاره په ۶۵ شپيتوؤ غړو کې د ۳۳ غړو رایې د هغه پر ضد کارول ضروري وي۔

قانوني پوهان وايي چې د اسمبلۍ په سيکرېټرېټ کې د تحريک عدم اعتماد د قرارداد له جمع کولو وروسته په اوووه ورځو کې دننه د اسمبلۍ اجلاس راغوښتل ضروري دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG