لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف وایي روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 8.5 فیصده وي


نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په پاکستان کې روان مالي کال 2022 کې 4 فیصده د اقتصادي ترقۍ وړاندوینه کړې ده او ویلي یې دي چې د ګرانۍ کچه به8.5 فیصده او د بې روزګارۍ کچه به 4.8 فیصده وي.

د پاکستان حکومت د روان مالي کال قامي بجټ کې د اقتصادي پرمختیا کچه 4.8 فیصدي مقرر کړې وه.

پوهان وایي په روان کال کې به ګراني ددې نه نوره هم زیاته شي او کرنټ اکاونټ خساره به د 12 اربه ډالره نه هم سیوا شي او اقتصادي پرمختیا به د څلور فیصده نه زیاته وي.

د پوهانو په وینا په حکومتي کچه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې په اقتصادي پر مختيا اغېزې کیږي.

نړیوال بینک څو ورځې وړاندې د پاکستان د نمو کچه3.4 فیصدي ښودلې وه خو د پاکستان حکومت دغه شمیرې رد کړې وې .


د پاکستان حکومت روان مالي کال کې دپرمختیا کچه 4.8 فیصده مقرر کړې او مرکزي بینک وایي روان کال به د پاکستان اقتصاد د څلورو نه تر پینځه فیصده پورې پرمختیا وکړي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي ګراني به نوره هم زیاتیږي او کرنټ اکاونټ خساره به په روان کال کې د جي ډي پي څلور فیصده ته زیاته شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې دوئ وایي مالیاتي ادارې خپل رپوړټ درې میاشتې وړاندې د شمیرو په اساس جوړ کړی دی.

د هغه په وینا د پاکستان پارلیمان د ټول کال دپاره د کرنټ اکاونټ خسارې هدف2.3 اربه ډالره مقرر کړی ؤ خو دا یوازی په دوو میاشتو جولایي او اګست کې پوره شوی دی.

مهتاب حیدر وایي کرنټ اکاونټ خساره به څلور فیصده ته ورسي او ګرانۍ کې به اضافه وشي.

هغه بیا وایي د مرکزی بینک د شمیرو مطابق کرنټ اکاونټ خساره به د شپږو نه تر نهو اربو ډالرو وي خو پوهان وایي دا به د ۱۲ اربه ډالره څخه زیاته شي خو ددې تر څنګ د اقتصادي پر مختيا کچه به هم د څلورو نه تر پینځه فیصدي وي.

ایي ایم ایف په خپل رپوړټ کې د بې روزګارۍ کچه 4.8 فیصده ښودلې او د ګرانۍ دکچې8.5 فیصده پیشنګویي یې کړې ده خو روانه میاشت د پاکستان د شمېرو ادارې ویلي وؤ په ستمبر کې د خوراکي توکو ګراني نهه فیصده ته رسیدلې ده .

د اقتصاد ماهر بابر رباني وایي په ملکي کچه د توانایۍ بیعې لوړې شوي او ددې اثر په اقتصادي پرمختیا پریوځي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ربانی وایي په ملکي کچه داقتصادي بې باورۍ دصورتحال او کرونا وبا له امله غیر ملکي پانګونې کمې شوې دي.

دښاغلي رباني په وینا" ترسیلات زر زیات شوي خو درامدی بل زیات دی ځکه چې مونږه هغه شیان لکه غنم او چیني د بهر نه راغواړو کوم چې د پاکستان خپل پیداوار دی او بیا د بجلۍ او ګیس زیاتې بیعې په پیداوار اثر پریباسي "

نړیواله مالياتي اداره وایي په راتلونکو درې څلورو کالو کې به د پاکستان اقتصاد پرمختيا وکړي او د پرمختیا کچه به د جي ډي پي پینځه فیصده ته ورسي او په کال 2024م کې به ګرانی6.5 فیصدي ته راکوزه شي.

د پاکستان د خزانې وزیر شوکت ترین دا وخت د ایي ایم ایف سره د خبرو اترو دپاره د امریکه په سفر دی او هڅې کوي چې د نړیوالې دارې څخه د شپږ اربه ډالرو د پور دشوي تړون په اساس شپږم او اووم د پور قسطونه تر لاسه کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG