لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د اوړو بیعې نورې هم ختلې دي


په خیبر پښتونخوا کې د اوړو د لوړو بیعو له امله ځایي اوسیدونکي او سوداګر تاوانونو سره مخ دي اؤ په صوبه کې د اوړو بیعې لا نورې زیاتې شوې دي.

سوداګر وایي په تیرو لسو ورځو کې د۲۰ کلو د اوړو تروړه ۱۲۰ روپۍ ګرانه شوې ده خو د وړو د ملونو اتحادیه وایي د صوبایي حکومت په مرسته د پنجاب صوبې د غنمو په راتګ بندیز ختم شوی او ملونو ته د اوړو کوټه هم زیاته شوې او ډیر زر به د وړو په زیاتو بیعو قابو وموندل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د اوړو سوداګر جمیل خان د پنجاب صوبې څخه اوړه راغواړي هغه وایي په تیرو لسو ورځو کې د۲۰ کلو ګرامه اوړو تروړه ۱۲۰ روپۍ ګرانه شوې ده او ددې بيعه ۱۳۲۰ روپو ته رسیدلې ده.

هغه وایي په دوؤ کالو کې د اوړو بیعې نیم په نیمه زیاتې شوي او دې سره کاروبارونه هم اغیزمن شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې نانبایان وایي د اوړو د زیاتو نرخونو له وجې تاوان سره مخ دي او په ګرانو نرخونو کې خپل لګښتونه نه شي پوره کولی.

په خیبر پښتونخوا کې د نانبايانو مشر امین خان وایي یوه اوونۍ وړاندې ورته د ۸۵ کلوګرامه اوړو بوجۍ په ۵۲۰۰ روپۍ ترلاسه کیده خو اوس ۸۰ کلوګرامه اوړه په ۶۲۰۰ روپۍ اخلي او کاروبار یې تاوان سره مخ دی .

د خیبر پښتونخوا د اوړو د ملونو اتحادیه وایي د خیبر پښتونخوا حکومت په مرسته د پنجاب صوبې څخه د غنمو د راتګ اجازه ورکړی شوې او صوبایي حکومت د اوړو ملونو ته کوټه هم زیاته کړې ده.

د خیبرپښتونخوا د ملونو د اتحادیې مشر امین خان ډیوه ته وایي په صوبه کې وړاندې ملونو ته ۳۵۰۰ مټرک ټنه غنم ورکړی کیدل خو اوس دا کوټه ۴۵۰۰ ته زیاته کړل شوې او دې سره به اوس په صوبه کې د اوړو په زیاتو بیعو کنټرول ترلاسه شي.

په خیبر پښتونخوا کې خپل غنم کم پیداکېږي چې د خلکو ضرورت پوره کړي د صوبې د وړو ملونه په پنجاب صوبه اډانه لري او په دې وروستو کې دپنجاب صوبې له خوا په غنمو بندیز لګول شوی ؤ.

روان کال په پاکستان کې مرکزي اقتصادي رابطه کمیټۍ د بهر هیوادونو څخه د ۳ لکه مټرکه ټنه غنمو د درآمد کولو منظوري ورکړې وه.

اقتصادی پوهان وایي په نړیواله کچه د زیاتو بیعو او دپاکستاني روپۍ د قدر د کمي له وجې هم غنم ګران شي او بیا د اوړو بیعې زیاتیږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG