لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي په طالبانو د ښځو د تعلیم او ټول شموله حکومت دپاره فشار اچولی


ترکي طالبانو ته مشوره ورکړې چې ټوله شموله حکومت جوړ کړي، د جينکو تعليم او د ښځو په عام ژوند کې ګډون کول يقيني کړي.

n طالبانو په افغانستان کې د واک راتلو وروسته په لومړي ځل د ترکي سفر کړی دی.

د زيارت/پنجشنبې په ورځ (14 اکتوبر) د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د طالبانو د پلاوي سره د ليدو وروسته ويلي، طالبانو ورته ويلي چې بشري مرستې يې وکړي او په افغانستان کې پانګونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په قطر کې د امریکا او يورپي سفارتکارو سره د ليدو وروسته د ترکي سفر کړی دی. په دغو ليدنو کې متقي خبرداری ورکړی وو چې د بندېزونو د لارې د طالبانو په حکومت فشار به نه يواځې د افغانستان بلکې د نړۍ امنيت د خطر سره مخ کړي او افغان اقتصادي مهاجرت به راپېدا کړي.

د ترکي د بهرنيو چارو وزير ویلي، نړیوالې ټولنې ته يې په افغانستان کې د طالبانو د انتظامیې سره د اړيکو د ارزښت ويلي دي، هغه ويلي په رسميت پېژندل او اړيکې دوه بيل څيزونه دي.

طالبان چې دوه میاشتې وړاندې په افغانستان کې په واک کې راغلي په لټه کې دي چې په نړيواله کچه قانوني حيثيت ترلاسه کړي، په داسې کې چې په سړو مشتمله کابينه يې جوړه کړې او په کابينه کې يې يو شمېر کسان د ملګرو ملتونو د بندېزونو په نوملړ کې دي.

اوغلو ویلي د طالبانو د پلاوي سره په خبرو کې يې د جينکو تعلیم او د ښځو په کاروبار کې برخه اخستو خبره په ګوته کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په انقره کې يې د ترکي چارواکو سره په په سفارتي اړيکو، بشري مرستو، افغان کډوالو او د افغانستان سره د تجارتي پروازونو په ځای کولو په اړه خبرې شوي دي.

د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته امریکې د افغانستان 10 اربه ډالره اثاثې تړلي او نړیوالې بېنک او نړیوالې مالياتي ادارې يې هم مرستې ودرولي دي.

امریکا او يورپي هېوادونه په طالبانو فشار اچوي چې د ټول شموله حکومت، د بشري حقونو ساتنه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، د ترهګرۍ پرضد جګړې او د ظهار رایې د ازادۍ ژمنې پوره کړي.

خو تنقيد کوونکو وايي د افغانستان تړلې شتمنۍ دغه هېواد د اقتصادي او بشري بحران سره مخ کولی شي.

ملګرو ملتونو د خطر سره مخ يو ملين ماشومانو او د 18 لکه نه سېوا افغانانو په سمدستي ډول د بشري مرستو خبرداری ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG