لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایبټ اباد:یوې مېرمنې په یو ځائ اووه ماشومان زېږولي دي


دخیبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې یوې میرمنې په یو ځل اووه ماشومان زیږولي اؤ ډاکټران وایي دغه ټول ماشومان اؤ مور یې غوره روغتیایي وضعیت لري.

دخیبر پښتونخوا دصحت وزیر تیمور سلیم جګړا ایبټ اباد کې د زیږیدلو دغو ماشومانو انځور په ټویټر خپور کړی اؤ دهغوئ مور اؤ پلار ته یې دنیکو خواهشاتو څرګندونه کړې ده.

داتوار په ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو خپلو رپورټونو کې ویلي دا اووه ماشومان تیره ورځ دایبټ اباد په یو شخصي روغتون کې د یارمحمد نومې تن ښځې ۳۴کلنې رخسانې زیږولي دي چې څلور پکې هلکان اؤ درې پکې جینکۍ دي.

میرمنه رخسانه دبټګرام ضلعې اوسیدونکې ده خو د ماشومانو د زیږون دپاره دایبټ یو شخصي روغتون ته بوتلل شوې وه.

یار محمد اؤ رخسانې له دې وړاندې هم دوه ماشومان لرل چې اوس یې په یو ځل د اولاد شمیره نهو ته رسېدلې ده.

د ډاکټرانو وینا ده چې عام حالت کې ماشومان په ۳۶ اوونیو کې زیږیږي خو دا ماشومان په ۳۲ اوونیو کې زیدیږلي ځکه نو لا دهسپتال په ایي سي یو خونه کې ساتل شوي دي.

ډاکټرانو پخلی کړی چې دمور اؤ ماشومانو روغتیایي حالت یې په بشپړ ډول ښه دی اؤ دا مهال ماشومانو ته په روغتون کې د لا ښه صحت علاج روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG