لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین پاکستان نه دخپلو وګړو د وژل کیدو پسر 38 ميلیونه ډالر معاوضه غوښتې ده


مطبوعاتي رپورټونه وايي چې چين د جولایي په میاشت کې دپاکستان دننه په ترهګریز بريد کې د وژل شويو نهو چينايي وګړو لپاره دپاکستان نه 38 ميلیونه ډالرو معاوضه غوښتې ده.

د انګریزي ژبې دورځپاڼې بزنس ریکارډر د خبر ترمخه چين وايي تر څو چې وژل شويو چيني انجنيرانو ته معاوضه او تحفظ نه وي ورکړی شوی نو دداسو ډېم په منصوبه به دوباره تعميراتي کار شورو نه کړي.

سږ کال داسو کې د چينايي وګړو به بس ترهګریز بريد کې د 9 چينايي وګړو په ګډون 13 کسان وژل شوي وؤ چې پکې دوه د پاکستان د ایف سي سرتيري هم شامل وو.

څېړونکي وايي دا دپاکستان او چین ترمنځ اړيکو کې د تناؤ نخښې نخښانې دي

بزنس ریکارډر د اوبو او بجلۍ د سکتر ډاکټر شاه زیب خان بنګش له قوله لیکي چې سږ کال د جولاىي په میاشت کې په داسو ډېم کې کارکونکي چينايي انجنيرانو باندې د ترهکر برید وروسته په دغه منصوبه تعميراتي کار ودرېدلی دی.

مطبوعات دخبريال مشتاق ګهمن له خولې ليکي چين غواړي چې د داسو ډیم په منصوبه د کار بيا پېلېدو مخکې دې پاکستان وژل شويو نهه چينايي وګړو ته د 38 ميليونه ډالرو معاوضه ورکړي.

سږکال د جولایي په میاشت کې د نهو چينايي وګړو په ګډون 13 کسان هغه وخت په ترهګریز برید کې وژل شوي وؤ چې کله هغوئ په يو بس کې د کار ځائ ته روان وؤ.

پاکستان لمړۍ دا يوه حادثه ګرځولې وه خو وروسته یې ومنله چې دا يو ترهګریز برید ؤ.

ددې حملې پړه پاکستاني طالبانو په خپل سر اخستې وه.

ددغه حملې د پلټنو لپاره چين خپل ماهرين هم پاکستان ته رالېږلي وؤ.

ورځپاڼه لیکي چې د وژل شوؤ چينايي وګړو د معاوضې معامله پاکستان کې په اعلي کچه هم څېړل شوې ده او په دې لړ کې یې د بهرنيو، کورنیو چارو د وزارت د چارواکو ترڅنګ د اوبو او برېښنا او خزانې د وزارت په چارواکو ګډه يوه کمېټي هم جوړه کړې شوې ده.

ویل کېږي چې دا کمېټي به د چین د سفارتي چارواکو سره د معاوضې او په ډېم د بيا کار شورو کولو په سر خبرې کوي.

بزنس رېکارډر د پاکستاني چارواکو له خلې ليکي چې پاکستان د چينايي وګړو دپاره د غوښتل شوي رقم حجم غېر منطقي ګرځوي.

ورځپاڼه د اوبو او برېښنا د سکتر لخوا ليکي چې دا کشاله به په يو څو اوونیو کې هواره شي او له هغې وروسته به د داسو ډېم په منصوبه ولاړ کار پېل شي.

د داسو ډېم په پروژه کار کوونکي چينايي فرم ګازو ګروپ وايي تر څو چې د هغوئ وژل شويو وګړو ته د معاوضې رقم او په پاکستان کې په پروژو کار کوونکو چينايي کار کوونکو ته د تحفظ باور نه وي ورکړی شوی نو تر هغې به کار دوباره شورو نه کړي.

څېړونکي د چين له خوا د معاوضې غوښتل د پاکستان لپاره يو سفارتي پېغام ګڼي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید چې د پاکستان او چین ترمنځ د سي پېک په منصوبه هم نظر لري ډيوه ته وايي د کال 2018 راهیسې د پاکستان او چین مابېن سفارتي اړيکې خړې شوې دي.

هغه وايي که د چين لخوا د معاوضې غوښتلو دا خبره سمه وي نو دا ښيي چې چين به په راتلونکو ورځو کې په پاکستان فشار نور هم زیات کړي.

هغه وايي "دا په پاکستان يو قسم دباو دی. چين وايي یا خو دې هغه ته په سي پېک مصرف شوی رقم واپس کړي او یا دې چين سره روغ شي. زمونږ لارې له دې راشي او امریکا او اي اېم اېف دې پرېږدي"

هغه وايي چې چين او پاکستان دوه جلا جلا نظامونو لري او دواړه د يو بل سره نه شي چلېدلی.

دی وايي يو ملک به یا خو د چين د نظام برخه جوړېږي او یا به د غربي نظام پلو ته ځي او چې کله دی د دواړو نظامونو سره ځي نو د هغې په مېنځ کې به ښکېل او نښتی پاتې وي. او د مسلو سره به مخامخ کېږي.

ویل کېږي اوس مهال په پاکستان کې د سي پېک د منصوبې په ګډون لږ تر لږه 45 چينايي کمپنيانې په مختلفو منصوبو کار کوي.

چین پاکستان کې په سي پیک پروژه کې دا مهال درنه پانګونه کوي خو دامریکې تیرې انتظامیې دریځ لرلو چې په سي پېک پروژه کې د هغو شرکتونو (کمپنيانو) سره تړونونه يا معاهدې شوي کومې چې د نړيوال بېنک په تور نوملړ کې شاملې دي.

امریکا دریځ لري چې سي پېک به د پاکستان اقتصاد نور هم خراب کړي ګټې به ترې بيجنګ پورته کړي.

امریکا دا هم وایي چې پاکستان په سي پیک پروژه کې ګرانې قرضې اخستې دي چې دا به پاکستان راتلونکي کې وځپي خو چین بیا دامریکې دا تورونه ردوي اؤ وایي دغه پروژه خلاصه، رڼه او د نړیوال قانون ترمخه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG