لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مدني فعالانو دجینکو دتعلیم په اړه دملالې یوسفزۍ غږ بدرګه کړی


په افغانستان کې ميشت د بشر حقونو لپاره کارکوونکي د ملاله يوسفزۍ لخوا طالبانو نه دجینکو د مکتبونو دخلاصولو دغوښتنې ستاینه کوي او وايي که چېري د جونو تعليم نور هم د ځنډ ښکار کیږي نو دې سره د جينکو په مستقبل بدې اغېزې کیږي اؤ ټولنیز ژوند هم ورسره داغېزو لاندې راتلی شي.

د امن نوبل انعام ګټوونکې ملاله یوسفزۍ او د ښځو د حقونو يو شمېر افغان مېرمنو شائع شوي خط کې اوړمه ورځ د افغان طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې د جينکو ثانوي يا د منځنۍ درجې سکولونه دې زر تر زره پرانزي او جینکۍ دې سکولونو ته پرېږدي۔

طالبانو ته کښل شوي لیک کې دا غوښتنه هم شوې چې د نړۍ د شتمنو ملکونو تنظيم جي 20 دې د افغان ماشومانو د تعليم لپاره تګلاره جوړه کړي او مالي مرستې دې وکړي۔

افغان اولس وايي دطالبانو لخو په 15م اګست واک ته له رسیدو وروسته لا هم د اووم ټولګي نه تر دولسم ټولګي جينکو ته د خپل تعليم د دوام اجازه نه ده ورکړل شوې۔

په افغانستان کې مېشت د تعليمي چارو کارپوهه برهان الدين سيرت د ملاله يوسفزۍ د دغې غوښتنې ستاینه کوي او وايي چې د وړاندې نه د ماشومانو تعليم د کرونا وبا له امله اغېزمن شوی او که چېرې د منځنۍ درجې دمکتبونو د زده کوونکو جينکو تعليم نور هم د ځنډ ښکار کېږي نو تعليمي کال به يې ډیر متاثره شي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " اوس وخت کې چې کوم ښونځي شروع شوي دي، د هلکانو تر 12م ټولګي پورې او د جونو تر شپږم تولګي پورې، د دوی سلېبس هم اغېزمن شوی دی"

هغه وایي "اوس چې بيا دغه جونې چې ښونځيو ته نه ځي د دوئ سلېبس کله هم پوره کېدلی نه شي که دوئ زيات وخت ته درس ته کېښنولی شي نو حتی بيا هم امکان نه دی، او د تعليمي کال په پائ کې چې دوئ د کانکور امتحان ته ځي نو د کانکور امتحان کې بيا نمبرې ډېره په ګرانه اخستی شي"

طالبانو له واک اخستو وروسته په افغانستان کې د 18م سپتمبر نه یوازې هلکانو زده کوونکو او نارینه استادانو ته سکولونو ته د بیرته ورتګ اعلان کړی ؤ.

په کابل مېشت کې د بشري حقونو فعال اميد حیران وايي څومره هم چې مېرمنې د تعليم څخه بې برخې کېږي نو هغه هومره ناوړې اغېزې به يې په ټولنيز ژوند پریوځي

" مونږه په دې نظر يو چې دغه چاره څومره وځنډېږي نو کورنۍ به دغه خپلې لوريانې يا بېخي ښوونځيو نه وباسي يا به يې په کم عمرۍ کې واده کړي، نو دا يوه بله ټولنيزه ستونزه ده چې رامنځته کېږي"

مطبوعات وايي طالبانو وعده کړې چې د بشري حقونو ساتنه به کوي، او ښځو ته به د تعلیم او کار کولو حق او اجازت وي چې په دې توګه د طالبانو حکومت وکړی شي د نړېوالې ورورولۍ برخه وګرځي۔

په کابل کې مېشت ليمه نومې خبرياله ډيوه ته وايي د جينکو ثانوي سکولونو پرانستل به د افغان طالبانو په رسمي توګه پېژندګلو لپاره ګټور وي۔

" د طالبانو په راتګ او بنديزونو سره دا هر څه ګډوډ شوي دي او د خلکو خواره ستره برخه او وخت يې ضايع کړی دی"

هغه وایي" هيله مو دغه ده چې د اسلامي امارت چارواکي دغه ستونزه زر تر زره حل کړي او دهر څه د مخه دې د جونو پرمخ ښونځي پرانېزي"

دلیمه په وینا که طالبان داسې وکړي په دې سره به په دوی نړيوال فشارونه هم کم شي ځکه چې دا هم طالبانو ته په رسمیت دپیژندنې دپاره ایښودل شوؤ شرطونو کې یو شرط دی نو دوئ بايد ددې لپاره هم دا کار وکړي

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه طالبانو ویلي د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې جینکو لپاره د جلا تعلیم او د امنیت انتظام برابرولو وروسته به جینکۍ سکولونه تګ شروع کړي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG