لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ به دپاکستان اؤ طالبانو په غوښتنه دافغانستان کنګل شوې پنګې ایله کړي؟


دپاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي که نړيوالې ورورلۍ د افغانستان کنګل اثاثي بحال نه کړې نو دغه هيواد د معاشي تباهۍ سره مخ کيدای شي.

تر دې وړاندې د طالبانو دحکومت خارجه وزير امير خان متقي هم د افغانستان دکنګل کړل شوؤ پنګو دنه بحاليدو له امله دمعاشي بحران او په لويه شميره کې د افغانانو د بې کوره کيدو خبردارى ورکړى و.

څيړونکي وايي نړیوالو طاقتونو او ادارو لپاره لا دافغان طالبانو دغير قانوني حکومت په حق کې تړل شوې پنګې ایله کول ممکن نه دي خو داسې ښکاري چې طالبانو د مالي مرستو لپاره افغان ولس يرغمل کړی دی او پاکستان یې هم وکالت کوي.

اسلام اباد کې د جاپان سفير سره دملاقات په وخت وزير اعظم عمران خان تکرار کړې چې پرامنه افغانستان د پاکستان او ټولې سيمې په ګټه دى.

د پاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه وزير اعظم عمران خان د نړيوالۍ ورورولۍ څخه د افغان طالبانو دحکومت سره د تماس نيولو او د افغانستان دکنګل اثاثو د ایله کولو غوښتنې هم کړي دي او خبردارى یې ورکړى که داسې ونه شي نو افغانستان د معاشي تباهۍ سره مخ کيدای شي.

د تير اګست مياشت کې دطالبانو لخوا په افغانستان دقبضې وروسته امريکا د افغانستان ٩ اربه ډالرو بينکي اکاونټونه تړلي دي .

ددې ترڅنګ نړیوال بانک اؤ ایي ایم ایف هم د افغانستان مالي مرستو نه لاس اخستى او خپلې پروژى یې تړلې دي.

څو ورځې وړاندې دطالبانو دحکومت خارجه وزير امير خان متقي هم دخپل ترکي سیال سره دليدنې په وخت دا معامله راپورته کړې وه.

امير خان متقي دکنګل اثاثو نه ایله کیدو پسر دافغانستان دمعاشي بحران سره دمخ کيدو او په لويه شميره کې د افغانانو د بې کوره کيدو ويره څرګنده کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې لا تر دې دمه دپاکستان اؤ ترکي په ګډون هیڅ یو هیواد هم د طالبان حکومت په رسمیت نه دى منلی.

د بهرنیو چارو څيړونکي ډاکټر اعجاز خټک پوښتنه کوي چې نړيوالې ادارې څنګه د طالبانو يوغير قانوني حکومت ته دغه اثاثې ایله کولی شي؟

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل داسې بریښي چې طالبانو د اثاثو او مالې مرستو اخستو لپاره د افغانستان ولس يرغمل کړی دی او نړۍ ته دړکه ورکوي که د دوئ حکومت ته تسليم نه شول نو افغان ولس به په بده ورځ وي او داعجاز خټک په خبره پاکستان هم په دې اړه د افغانستان وکالت کوي

خو پخوانى سفير اياز وزير بیا دطالبانو دحکومت په رسمیت دپیژندنې دمعاملې مالي
مرستو سره تړل مناسب نه ګڼي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړې د مالي امداد نه پرته افغانستان د بدامنۍ ښکار کيدای شي او ګاونډي هيوادونه به هم متاثره کيږي ځکه د سيمې او دنړۍ دلویو طاقتونو مسولیت جوړيږي چى د افغانستان مالي امداد دوامداره وساتي.

بل اړخ ته د ايران خارجه وزير د خپل پاکستاني هم منصب شاه محمود قريشي سره ټیليفوني تماس کې هغه ته راتلونکې اوونۍ پايه تخت تهران کې د افغانستان په اړه د ګاونډي هيوادونو د وزيرانو غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG