لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روسیې ننۍ غونډه کې طالبان څه ترلاسه کولی شي؟


د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي چې روس، چين او پاکستان افغانستان ته دمالي مرستو ورکولو تابیا لري خو وايي د طالبانو حکومت په رسميت پېژندو ته لا تیار نه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې نن د شورو په ورځ ماسکو کې د افغانستان په اړوند غونډه ترسره کېږي.

په عین حال کې مطبوعاتو افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان له خولې ویلي چې د روس، چين او پاکستان ځانګړو استازو د ماسکو په ليدنه کې د افغانستان لپاره د بشري او اقتصادي مرستو رسولو په موخه خبرې کړي دي.

د امریکا د خزانې مرستيال وزير واللي ادېيېمو د امریکا د سینیټ دبانکدارۍ کمېټۍ ته ويلي په طالبانو بندیزونه ته دوام ورکول اړین دي خو ورسره یې دا هم ویلي چې افغان ولس ته د بشري مرستو د رسولو لپاره باید قانوني لارې ولټول شي.

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د افغانستان شاوخوا لس ميليونه ډالره ګنګل کړې شوې مالي شتمنۍ دې ور ايله کړی شي چې زياتره برخه یې په امریکا کې ساتل کېږي.

اخوا پاکستاني مطبوعات د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان له خولې وايي چې د روسیې، چین او پاکستان خصوصي استازو په ماسکو کې ليدلي او په دغه ملاقات کې د افغانستان لپاره د بشري او اقتصادي امداد رسولو پسر خبرې اترې شوې دي.

جيو نيوز دمحمد صادق له قوله وايي په ليدنه کې د امنیت په ګډو اندېښنو او د افغانستان دپاره په بشري امداد هم خبرې شوي دي.

ټاکل شوې ده چې روس به د نن څخه د افغانستان په اړوند دپیل کیدونکې غونډې کوربه توب کوي چې پکې د روسیې، چین، پاکستان او طالبانو دحکومت استازي ګډون کوي خو امریکا په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي چې ماسکو د چين او پاکستان سره په همغږۍ د افغانستان سره مالي مرستې کول غواړي خو وايي د طالبانو د حکومت په رسمي ډول منلو ته لا تیار نه دي.

طالبان واک ته د رسېدو وروسته د يو شمېر سفارتي ننګونو سره مخامخ دي او غواړي چې امریکا د افغانستان کنګل کړل شوې لس میلیونه ډالره ورایله کړي خو د امریکا د خزانې مرستيال وزير ویلي چې په روانو حالاتو کې به د طالبانو حکومت دې ته پرې نه ږدي چې ګنګل شوو شتمنو ته لاسرسى ولري.

نړیوالې ادارې وايي دا وخت د افغانستان د نيمايي څخه زياته ابادي د بشري ستونزو او ولږې سره مخ ده.

بهر ملکى خبري اژانس رويټرز د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر لخوا وايي تر څو چې طالبانو خپلې کړې ژمنې پوره کړي نه وي نو روس به دهغوئ حکومت په رسميت ونه مني.

سرګې لاروف دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت په رسميت منل په اوسنیو خبرو کې شامل نه دي او وايي د سېمې د نورو نفوذ لرونکو هېوادونو په څېر ماسکو هم غواړي چې طالبان خپلې هغه ژمنې ترسره کړي چې د واک ترلاسه کولو سره سم یې د نړۍ سره کړې وې.

نړیواله ټولنه له طالبانو دټول شموله حکومت د جوړښت، د بشر او ښځو حقونو ته د درناوي او د افغان خاورې د بل کوم هېواد په ضد د نه کارولو غوښتنې کوي.

طالبان خپل حکومت ټول شموله بولي خو په دوئ بیا نیوکې کیږي چې حکومت کې یې ټول په ټوله پښتانه شامل دي او ښځې پکې هم ونډه نه لري.

د نړیوالو اړيکو څېړونکی ډاکټر سرفراز خان ډيوه ته وايي د ماسکو دا غونډه خورا ارزښت لري. او دا ځکه چې د سېمې هېوادونه به د طالبانو حکومت تر هغې ونه منى تر څو چې یې خپل لوظونه نه وي پوره کړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د دلچسپۍ یا خوښۍ سوال ته نوموړې وايي روس د افغان طالبانو په اړه يو شمېر اندېښنې لري.

دهغه په وینا په دغو اندېښنو کې یوه دا ده هسې نه طالبان چرته د مېنځنې اېشيا د هېوادونو پرضد استمال شي.

نوموړی زیاتوي تاجکستان او ازبکستان د روس کمزوري رګونه دي. او ورسره روس دا هم نه غواړي چې طالبان د بل په لمسه د ايران خلاف وکارول شي. روس د ایران سره هم نزدې تعلقات لري.

د نړیوالو چارو بل څېړنکار ډاکټر شکور وايي دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې نړۍ د طالبانو حکومت لا په رسميت نه دی پېژندلی. او دافغانستان ولس د ژمي د یخ موسم اؤ ولږې موسم سره مخ دی.

هغه وايي دا په يو ډول په طالبانو يو فشار هم دی او دا غونډه به طالبان د نړۍ او سيمه ييزو هېوادونو د اندېښنو نه خبر کړي.

نزدې يوه مياشت مخکې امریکا افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره د اسانتياؤ برابرولو په موخه خپلو ادارو او نړیوالو غېر دولتي تنظيمونو ته ليکلې اجازه ورکړې چې د افغان اولس سره بشري مرستې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG