لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ارمین بلوم پاکستان دپاره امریکایي سفیر نومول شوی


دامریکې صدر جوبایډن دپاکستان دپاره ډونلډ ارمین بلوم سفیر نومولی څوک چې دا مهال تیونس کې دامریکایي سفیر په توګه خپل خدمات ترسره کوي.

د نهې په ورځ سپینې ماڼۍ خپل یو بیان کې ویلي چې صدر جوبایډن اراده لري چې دپاکستان دپاره ډونلډ ارمین بلوم سفیر وټاکي اؤ ددې ترڅنګ یې پخ ځېنو نورو مهمو څوکیو هم دچارواکو دټاکنې نومونه مخې ته راوړي دي.

سپینه ماڼۍ وایي ډونلډ بلوم دا مهال په تیونس کې دامریکا سفیر دی اؤ هغه په بهرنیو چارو کې دپراخه تجربې لرلو ترڅنګ په عربۍ ژبه هم عبور لري.

تر دې دمخه ډونلډ بلوم افغانستان کې په امریکایي سفارتخانه کې د پولیټیکل قونصلر اؤ په یروشلم کې دامریکایي قونصل جنرال په توګه هم خدمات ترسره کړي دي.

په کویت، عراق اؤ مصر کې هم هغه په مهمو منصبونو پاتې شوی دی.

پاکستان کې ډیوډ هیل دامریکې وروستی سفیر ؤ چې هغه د۲۹ اګست کال ۲۰۱۸م پورې خپلې ذمه وارۍ په مخکې وړې وې خو دهغې راپدیخوا په دغه هیواد کې دامریکې سفیر نشته .

پال ډبلیو جونز دکال ۲۰۲۰م پورې پاکستان کې دامریکې دمرستیال سفیر په توګه خدمات ترسره کړي وؤ اؤ دا مهال دسفارتي مشن ذمه وارۍ سرپرسته مرستیاله سفیره انجیلا ایګلر په مخکې وړي.

د امریکایي قانون له مخې د صدر لخوا دچارواکو نومولو نه وروسته به دامریکې سینیټ اوس ددې نومونو منظوري ورکوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG