لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: پولیس ويلي د داعش درې ترهګر يې وژلي


د خېبرپښتونخوا د پېښور د سي ټي ډي پوليسو ويلي، د استخباراتي مالوماتو په اساس يې عملیات کړي او د داعش درې ترهګر يې وژلي دي.

د پېښور د سي ټي ډي پوليسو ويلي پټه اطلاع وه ورته، چې د داعش د خېبرپښتونخوا څانګې ترهګر د پېښور د شاپور تاڼې په علاقه کې موجود دي.

سي ټي ډي په خبر پاڼه کې دعوه کړې چې وروسته د سي ټي ډي ځانګړې څانګې بيا عمليات کړي او د چاپې په مهال پرې ترهګرو ډزې پېل کړې او پوليس ځوابي عمليات کړي دي.

پوليسو دعوه کړې چې په ځوابي ډزو کې درې ترهګر وژل شوي او دوه يا درې ترهګر په تياره کې تښتېدلي دي، خو د وژل شوو ترهګرو پېژندګلو نه ده شوې.

پوليس دا هم ويلي چې امنيتي ځواکونو علاقه په ګېره کې اخستې او د ترهګرو د نيولو دپاره لټون پېل کړی شوی دی.

په پېښور د داعش د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې داعش په خېبرپښتونخوا کې د څو پېښو زمه وارۍ منلي دي.

داعش په 30 ستمبر د پېښور په چارسده روډ د سردار ستام سينګ د وژلو زمه واري منلې وه.

په وروستيو کې داعش د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټیم د بريد زمه واري منلې وه په کوم بريد کې د پوليو ټیم ساتونکی پولیس په ډزو وژل شوی وو، دغه بريد د پوليو د کمپاين په مهال په 19 ستمبر شوی وو.

له دې وړاندې په باجوړ کې په امنيتي ځواکونو د بريد زمه واري هم داعش منلې خوپه پېښور کې چې داعش د يو بل تن د وژلو دعوه کړې وه ځايي چارواکو دغه پېښه نه وه تاييد کړې.

د دې نه وړاندې په اورکزو کې د دوه ځايي مشرانو د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

د داعش په پاکستان کې د بريدونو د زمه وارۍ خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په 15 اګست طالبانو کابل نيولی او هغه وخت ويل شوي وو چې د افغانستان د جېلونو نه د تحریک طالبان پاکستان او القاعده غړي هم خوشي شوي دي.

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شېخ رشيد ويلي وو ټي ټي پي او داعش د پاکستان سره په پوله د افغانستان د ننګرهار په غرييزه سيمو کې شتون لري.

خو له دې وړاندې پاکستان تل دا دعوه کړې چې په پاکستان کې داعش په منظمه توګه شتون نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG