د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د يو تن پرضد د اسپيکر د غېر قانونه استعمال د مادې مقدمه درج شوې چې دغه تن د جومات په اسپيکر کې اعلان کړی چې په کورونو کې دې ښځې او نور ټول خلک د نمانځه نه پس ښېرې وکړي چې د وزيراعظم عمران خان نه خلاص شي ځکه چې په ملک کې يې ګراني جوړه کړې ده.
د مردان په هوتي تاڼه کې د دغه تن پرضد مقدمه درج شوې چې غفران نومې تن د لوډ سپيکر غلط استعمال کړی دی.
د هوتي تاڼې محرر عباد وي او اې ډیوه سره په خبرو کې دغه مقدمه درج کېدل تاييد کړه او وې ويل غفران د دغه اعلان وروسته نيول شوی عدالت ته وړاندې کړی شوی او هغه بيا په ضمانت د عدالت څخه ازاد شوی دی.
نوموړي وويل د دغه تن په ټولنيزو رسنیو يوه ويډيو خپره شوې چې پکې هغه خلکو ته اعلان کوي چې وزيراعظم عمران خان ته دې ښېرې وکړي چې خلاص شي ترې.
پوليس افسر وويل نيول شوي تن بيا پوليس ته ويلي چې دغه اعلان يې په اسپيکر نه دی کړی بلکې په موبايل يې دغه ويډيو ريکارډ شوې او په ټولنيزو رسنيو خپره شوې ده.
هغه زياته کړه غفران ويلي لوډ سپيکر بند وو او دغه تن ويلي دا کار يې په ټوقه کې کړی دی.
او د ياد تن بيا په ټولنيزو رسنیو بله ويډيو خپره شوې چې پکې هغه په خپله کړو پېښمانتيا څرګندوي.
په مردان کې د غفران دغه ويډيو په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په پاکستان کې د تیلو بيې زیاتې شوي دي.
عام خلک د ګرانۍ شکايت کوي او د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو د ګرانۍ پرضد احتجاجي مظاهرې اعلا ن کړي دي.
خو بل لور ته بيا د اطلاعاتو وزیر فواد چودري د تيلو د ګرانۍ او په ملک کې د عامې ګرانۍ جوړېدو په اړه ويلي په نړۍ کې چې ګراني جوړيږي په پاکستان کې به قميتونه بره ځي او په نړۍ کې چې ارزاني راځي په پاکستان کې به هم بيې راکميږي.