لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شیخ رشید:دتحریک لبیک په غوښتنه دفرانس سفیر له هیواده نه شو ویستلی


دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد وایي دناچله تنظیم تحریک لبیک په غوښتنه حکومت دفرانس سفیر له هیواده نه شي ویستلی.

دپولیسو دسلامۍ دستورې ته پخپله وینا کې شیخ رشید ویلي هیواد نه د فرانس د سفیر ویستلو معنا به دا وي چې مونږ دې د اروپایي اتحادیې څخه بهر شو اؤ پاکستان داسې نه شي کولی.

پاکستان کې تندروه مذهبي ډله تحریک لبیک دحکومت نه غوښتنه لري چې فرانس کې داسلام دپېغمبر محمد(ص) دسپکاوي دخاکو خپریدو په سر دې نه یوازې پاکستان نه دفرانس سفیر وباسي بلکې دغه هیواد سره دې خپلې اړیکې هم وشلوي.

سږکال داپریل په میاشت کې تحریک لبیک دخپلو غوښتنو په پلوۍ هیواد کې دتشدد نه ډک احتجاجونه کړي کړي وؤ چې دسرکاري شمیرو له مخې د ۸۰۰ نه دزيات پـوليس عسکرو پکې ژوبل شوي او شپږ وژل شوي وؤ.

ددغو احتجاجونو په مهال که دپاکستان حکومت دغه ډله ناقانونه ګرځولې وه خو وروسته حکومت ددې ډلې سره یو تړون هم لاسلیک کړی ؤ اؤ د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد اعلان کړی ؤ چې د تحريک لبيک دغوښتنې په اساس به حکومت هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو قرارداد پارلیمان ته وړاندې کوي.

وروسته بیا د فراس سفیر دبرخلیک په اړه پارلیمان پرېکړه لیک هم وړاندې کړل شوی ؤ خو وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ که چرې پاکستان دخپل هیواده دفرانس سفیر وباسي نو په احتمالي توګه یورپي یونین په دې سخت غبرګون ښودلی اؤ دغربي هیوادونو څخه دپاکستان ټول 27 واړه سفیران بېرته پاکستان ته راتللی شي.

شیخ رشید پخپلو تازه څرګندؤنو کې ویلي که تحریک لبیک وي اؤ که دمخالفو ګوندونو ایتلاف پي ډي ایم ،که قانون لاس کې وانه خلي نو هیڅ نه شي کولی اؤ که چرې قانون یې لاس کې واخستو نو بیا قانون به دوئ پخپل لاس کې واخلي.

هغه وویل هغه دا مهال دپي ټي ایف په ګډون دنورو ستونزو سره مخ دی خو په ټولو ستونزو به قابو وموندل شي.

ناقانونه ډلې تحریک لبیک لا د شیخ رشید په تازه څرګندونو خپل غبرګون نه دی ښودلی خو په اپریل کې یې ګواښ کړی ؤ چې که حکومت ورسره خپلې ژمنې پوره نه کړي نو هغوئ به بیا په احتجاجونو لاس پورې کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG