لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمسکو غونډه کې طالبانو نه شوې غوښتنې څېړونکي په طالبانو دفشار په معنا بولي


د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ماسکو کې شوې غونډه کې دپاکستان او چین پشمول دلسو هیوادونو استازو ګډون کړی اؤ له دغې غونډې وروسته خپرې شوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د اوسنې مشرانو څخه غوښتنه شوې چې د حکومتدارۍ د ښېګړې د پاره دې نور کوټلې ګامونه پورته کړی شي.

اعلامیه کې افغانستان کې دیو داسې ټول شموله حکومت په جوړولو ټینګار شوی چې دټول هیواد په ګټه وي.

څیړونکې دا پرطالبانو یو فشار ګرځوي خو دا هم وایي چې په طالبانو خپلو غوښتنو منلو د پاره به نړۍ ته پر خپل دریځ په کلکه ودرېدل وي-

پخوانی سفارتکار اصف درانې ډیوه ته وایي چې دماسکو دغه غوڼده د ډیر اهمیت وړ ده-

هغه وایي دا ځان ته فشار دی چې دطالبانو حکومت تر اوسه چا نه دی منلی اؤ طالبان پکار ده چې هغه ګامونه واخلې چې په هیواد کې ثبات راوړي او دغه ثبات هغه وخت ممکه ده چې خلک بشري حقونه ترلاسه کړي-

اصف دراني وایي ددې ترڅنګ اړینه ده چې دطالبانو حکومت کې بیلابیلو ډلو او لږکیو ته د دوئ دشمیرو تر مخه برخه ورکړی شي-

نوموړي زیاته کړه طالبانو ته به دې خبرې ته غوږ نیول وي ولې چې بشرې حقونه ځانته اهمیت لري او طالبان د نړۍ څخه جلا نه شي پاته کیدای-

دنړیوالو چارو پوهه پروفیسر اعجاز خټک وایي په طالبانو د خپلو غوښتنو د منلو د پاره به نړې ته يو ځائ کیدل وي.

وي او ای ډیوه ته هغه وویل که چرې څه هیوادونه دطالبانو دحکومت مرسته کوي او څه یې نه کوي نو بیا به په هغوئ غوښتنې منل ممکنه نه وي .

نوموړی وایي طالبان د وړاندې څخه دا باور لرې چې امریکا د لوظامې د لارې د دوئ غوښتنې منلي او اوس به هم په راتلونکې وخت کې د دوئ حکومت ومنل شي-

داعجاز خټک په وینا هم دغه سبب دی چې طالبان د سیمه ییزو هیوادونو له اړخه روان فشار منلو ته تیار نه ښکاري-

د طالبانو له اړخه د اګست په ۱۵مه نیټه د کابل واک ترلاسه کولو وروسته دا لومړی د لوړې کچې غونډه ده-

په غونډه کې د طالبانو مشر عبدالسلام حنیفي د نړۍ څخه د طالبانو حکومت د تسلیمولو غوښتنه کړې ده-

د افغانستان د طالبانو حکومت نړۍ کې تر اوسه چا هم نه دی منلی-

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف تیره ورځ ویلې وؤ چې روس ، چین او پاکستان افغانستان ته مالي مرستو ورکولو ته تیار دي خو د طالبانو حکومت په رسمې توګه پیژندلو ته لا تیار نه دي-

طالبانو د کابل واک ترلاسه کولو وروسته که څه هم دپاکستان پشمول ټولې نړۍ ته باور ورکړی ؤ چې دافغانستان خاوره به دبل کوم هیواد په ضد نه کارؤل کیږي خو هغوئ دترهګرو ګاونډې هیوادونو ته دسپارلو څخه هم انکاري دي چې له امله یې نړیوال هیوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ممکنه شتون اندیښمن دی-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG