لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان دطالبانو حکومت کې داقتصادي پروژو بشپړیدو ته هیله من دي


پاکستاني صنعتکاران او داقتصادي چارو پوهان وايي په افغانستان کې دطالبانو حکومت په رسمي ډول دپېژندلو وروسته به دپاکستان او منځنۍ اسيا ترمنځه په شوؤ بېلا بیلو تړونونو عمل کول زيات اسان شي.

اقتصاد پوهان نظر لري چې که چرې دطالبانو حکومت رسمیت ومومي نو هغوئ به هڅه کوي چې ددغو تړونونو څخه ګټه پورته کړي او د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکړي۔

دوئ وايي، خو د منځۍ اسيا سره د ګېس ټاپي او د بجلۍ کاسه معاهدې بشپړیدل د پاکستان او امريکا ښه اړيکو ته اړتيا لري۔

کارپوهان دا هم وايي چې په سويلي اسيا کې د چين او روس داقتصادي نفود قابو کولو په غرض به امريکا په دې منقطه کې د خپل موجودیت ترڅنګ د سیمه ییز تجارت د پرمختيا لپاره هم خپل کردار لوبوي۔

د منځنۍ اسيا سره تجارت کوونکی د پېښور صنعتکار سید محمد وايس اف امريکا ډيوه نيوز ته وايي د افغانستان دتېرو حکومتونو په پرتله د طالبانو حکومت زيات مجبوره دی چې د تجارت د لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي۔

" اوس د طالبانو حکومت راغلی نو زه دا فکر کووم چې دې کې به زمونږه ډیرې ستونزې هوارې شي، ځکه چې مخکې خو د هغوئ ( تېر حکومت سره) د امريکې اؤ نور بهرني فنډونه وؤ نو کاروبار اړخ ته د هغوئ دومره توجو نه وه او محتاجه نه وو"

صنعتکار سید محمد وایي دطالبانو حکومت به اوس د افغانستان نه د کاروبار يو مرکز جوړوي او تجارت اړخ ته به پام ګرځوي او له دې لارې به افغانستان پخپلو پښو ودریږي.

کارپوهان وايي پاکستان د منځنۍ اسيا هېوادونو سره د کپړو د صنعت او د خوراکي توکو د تجارت په اړه دمعاهدو ترڅنګ نورې هم بیلابیلې تجارتي معاهدې کړي دي۔

پېښور کې مېشت صنعتکار او د اقتصادي چارو کارپوهه زاهدالله شينواري وايس اف امريکا ډيوه ته وويل دپاکستان او امريکې ترمنځه دښو اړيکو په نتيجه کې د ترکمانستان، پاکستان، افغانستان او انډيا ترمنځه د قدرتي ګېس معاهده او د کرغستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځه د بجلۍ کاسه نومې پروژه د طالبانو په حکومت کې ممکن ده چې سر ته ورسي۔

"دغه دوه معاهدې چې کومې زمونږ شوې وې منځنۍ اسيا سره کاسه او ټاپي په دې عمل درامد کې به اوس څه مشکل پېدا نه شي"

دښاغلي شینواري په وینا "خو دې کې دپاکستان چې خپل کوم تعلقات دي د امريکا سره او بيا کومې بېن القوامي امدادي ادارې دي نړيوال بنک يا ايي ايم ايف نو د هغې نه منظوري به زياته ضروري وي ځکه چې ددې منصوبو دپاره پنګې نړيوال بنک او اېشين ډيولپمنټ بنک ورکوي نو هلته د پاکستان او امريکې چې کوم تعلقات دي هغه ډېر مهم دي"

نوموړي زياته کړه امريکا به د چين او روس دنفوذ کمولو په عرض په دې منطقه کې د سويلي او منځنۍ اسيا د ملکونو ترمنځه تجارت ښه کولو کې ضرور خپل مهم کردار لوبوي۔

" امريکا هیڅکله هم دا منطقه له پامه نه شي ویستلی نو هغه خپله موجودګي په څه نه څه طريقې سره غواړي، او که داسې يې بلکل خالي يو طرف ته پرېږدي نو ممکنه ده چې د چین او د روس په لاسونو کې به راځي، نو د دې وجې نه په ظاهري توګه اوس هم د چين او روس نه زيات کردار امريکا ادا کوي"

ماهرين وايي روان کال د فرورۍ په مياشت کې ازبکستان، افغانستان او پاکستان د مزار شريف، کابل او پېښور د لارې د اورګاډی په ذريعه تجارت کولو لپاره تړون لاس ليک کړی، د کوم ترمخه چې به 600 کلومیټره د ریل پاټلۍ په پینځوؤ کلونو کې غځولی شي۔

ددې ترڅنګ د پاکستان منځۍ اسيا سره د افغانستان د لارې ترجيحي تجارتي تړون هم لاس ليک شوی دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG