لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې نن بیا ښځو د خپلو کارونو او د نجونو د تعلیم د حق لپاره احتجاج کړی


واشنګټن ـــ د طالبانو له خوا پر احتجاجونو د سختو بندیزونو باوجود نن بیا لسګونو افغانو ښځو په کابل کې احتجاج کړی او خپلو کارونو ته د تللو او سکولونو ته د نجونو او ښځینه استادانو د تللو غوښتنه یې کړې ده.

فرانس پریس خبري ایجنسۍ وايي امنیت ساتونکو طالبانو دغه ښځې شاوخوا یوه نیمه ګنټه احتجاج ته پرېښوولې خو وایي‌ خبریالان یې د دوی له کورېج یا پوښښ څخه را ګرځولي او ځینې یې وهلي ټکولي هم دي.

احتجاج کوونکو ښځو د تعلیم وزارت ته له نیژدې ځای څخه تر دفاع وزارت پورې لاریون وکړ، دوی په لاسونو کې شعارپاڼې را اخیستې وې او په لوړ آواز یې هم داسې نعرې وهلې «بې کاري د فقر او لوږې برابره ده»، «تعلیم مه سیاسي کوئ» او «موږ د تعلیم او کار حق نه لرو».

یوې احتجاج کوونکې زهرا محمدي فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي، طالبان هیڅ شي ته- نه کورنیو او بهرنیو خبریالانو او نه ښځو ته درناوی لري. زهرا وایي د نجونو سکولونه ضرور باید پرانیستل شي خو وایي طالبانو له دوی دا حق اخیستی دی:

"ټولو نجونو او ښځو ته مې پیغام دا دی چې له طالبانو مه وېرېږئ، حتی که کورنۍ مو له کوره بهر نه پرېږدي هم مه وېرېږئ، بهر را ووځئ د خپل حق لپاره قرباني ورکړئ".

له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې د هلکانو سکولونه پرانیستل شوي، د های سکولونو نجونې لا هم نه شي کولای چې خپل تعلیم ته دوام ورکړي او ډېرې ښځې لا هم خپلو کارونو ته د تلو اجازه نه لري.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ وایي، په کابل ښار کې نن له ښځو احتجاج کوونکو سره ماشومانو هم ګډ لاریون کاوه، خو وایي دا نه ده څرګنده چې دوی هم د دغو احتجاج کوونکو برخه وو که نه.

طالبان وایي ښځو ته د کار کولو حق ورکوي او د نجونو د تعلیم لپاره پر یو پلان کار کوي او ژر به د هغوی سکولونه بیرته پرانیستل شي. پرون په ماسکو کې د طالبانو د نګران وزیراعظم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي رسنیو ته دا ونه ویل چې ښځو ته به پخپل حکومت کې برخه ورکړي:

"افغانې ښځې اوس له لوړو حقونو برخمنې دي، په روغتونونو کې، په پولیسو کې، د پاسپورټ په دفتر کې، په تعلیمي ادارو او پوهنتون کې ښځې خپل کارونه کوي، البته په کابینه کې چې ښځې نه شته، دا راته ووایئ د څومره هېوادونو ښځې ولسمشرانې،‌ وزیراعظمې یا دفاع او خارجه وزیرانې ښځې دي".

د یادونې وړ ده چې په ماسکو کې د افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي ریښتینی ټولشموله حکومت دې جوړ کړي، چې پکې د ښځو په ګډون د دې هېواد ټول اړخونه برخه ولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG