لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېف اې ټي اېف بيا هم پاکستان په خړ لسټ کې ساتلی


د ترهګرۍ د مالي مرستو او په ناقانونه توګه د پېسو په لېږد د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) پاکستان په خړ نوملړ کې په ځای ساتلی او ويلي يې دي پاکستان د ادارې په شرطونو پوره کولو کې پرمختګ کړی خو پوره کړي يې نه دي.

اېف اې ټی اېف پرون په 21 اکتوبر د پاکستان په خړ نوملړ کې د ساتلو ویلي دي.

پاکستان د کال 2018 د جون د مياشتې څخه د اېف اې ټي اېف په خړ نوملړ کې دی.

د اېف اې ټي اېف مشر ډاکټر مارکس پليېر ويلي، پاکستان ته چې په غېر قانونه توګه د پېسو لېږلو رالېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو په اړه کوم 34 نکات وړاندې کړی شوي په هغو کې يې 30 پوره کړي دي.

د ډان د خبر ترمخه نوموړي ویلي پاکستان په شرطونو کې ښه پرمختګ کړی او د روان کال د جون د میاشتې وروسته يې په غېر قانونه توګه د پېسو د لېږلو رالېږلو شرطونو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

هغه ويلي پاکستان ځينې مهم ګامونه پورته کړي خو اوس هم اړتيا لري چې د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو پلټنې وکړي د قانون منګولو ته یې راولي کومې ډلې چې ملګرو ملتونو ترهګرې ګرځولي دي.

د پاکستان د توانايۍ وزیر حماد اظهر په ټويټر ويلي د دوی دپاره په دواړه پلانونو کې ښه خبر دی.

هغه ويلي د غېر قانونه پېسو د شرطونو په لړ کې په اووه کې پاکستان څلور پوره کړي دي او هغه دعوه کړې د اېف اې ټي اېف په تاريخ کې دا غېر معمولي يا بې ساری پرمختګ دی.

هغه بيا ويلي، د ترهګرۍ د مالي مرستو د اېف اې ټي اېف په 27 شرطونو یا نکاتو کې 26 پوره کړی شوي دي، او اکثره هېوادونi په دې باور لري چې پاکستان شرطونه پوره کړي دي.

خو نوموړي په بل ټويټ کې ویلي ځینې ملکونه د پاکستان د کارکردګۍ سره اتفاق نه لري چې د اېف اې ټي اېف شرطونه يې پوره کړي دي. پاکستان نزدې شوی دی چې په ورپېښو چېلنجونو اتفاق رايې جوړه کړي.

راپورونه وايي د اېف اې ټي اېف د مشر نه پوښتنه شوې چې د هند د وزیراعظم نريندرا مودي په وېنا یې پاکستان په خړ فهرست کې ساتلی؟، هغه په ځواب کې ويلي، اېف اې ټي اېف یوه تکنيکي باډي ده او پرېکړې په اتفاق رای سره کوي ځکه دغه پرېکړه د یو ملک نه وي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزیر د اېف اې ټي اېف کارکردګۍ ته ښه خبر ويلي خو د مخالفه ګوند پاکستان پيپلز ګوند شېري رحمان د پاکستان د اېف اې ټي اېف په خړ نوملړ کې پاتې کېدو باندې د تحریک انصاف په حکومت نیوکې کړي دي.

شېري رحمان په ټویټر ويلي، د پارلیمان نه د قوانينو جوړولو باوجود حکومت د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړ څخه پاکستان بهر نه کړی شو.

هغه ويلي په څلورو نکاتو اوس هم حکومت عمل نه دی کړی. اېف اې ټي اېف سياسي ګوند نه دی چې پرضد يې بيانونه ورکړل شي او فشار پرې واچول شي. حکومت دې سپيناوی وکړي چې ولې د خړ نوملړ څخه بهر نه کړی شو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG