لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملل متحد:پاکستان دې دمذهب دسپکاوي په تور بندي سټیفن مسیح خوشې کړي


دملګرو ملتونو دبشري حقونو فعالینو دپاکستان څخه غوښتلي دي چې د مذهب د سپکاوي په تور د کال ۲۰۱۹ نه بندیوان سټیفن مسيح دې خوشې کړي ځکه چې هغه هغه په رواني یا ذهني ناروغۍ اخته دی.

ملګرو ملتونو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې پاکستان نه د فرانس دسفیر ویستلو په معامله یو ځل بیا لاقانونه ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک احتجاجي مظاهرې پېل کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري فعالینو د وینا ترمخه سټیفن مسیح د پنجاب سیالکوټ زندان کې بندي دی اؤ تر اوسه دده پرضد دمقدمې باقاعده اوریدنه هم نه ده پېل شوې.

ملګرو ملتونو د سټیفن مسیح دکورنۍ د وینا په اساس ویلي دهغه دماغي حالت هم سم نه دی ځکه دې له زندانه خوشې کړل شي اؤ ددې ترڅنګ دې دهغه باقاعده علاج هم پیل کړی شي.

دملګرو ملتونو دبشري حقونو فعالینو په دې هم اندیښنې ښودلې دي چې سټیفن مسیح په جیل کښې دمسلمان قیدیانو سره ساتل شوې دی چرته یې چې ژوند ته خطر دی.

په تیر وختونو کښې دپاکستان دننه زندانونو کې په هغو بندیانو بریدونه شوي دي په چا چې دمذهب د سپکاوي‌تورونه لګول شوي .

کال ۲۰۱۱م کې د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر اؤ له هغې وروسته یو بل مرکزي وزیر شهباز بهټي په اسلام اباد کښې په دې وژل شوي وؤ چې دوئ ولې د مذهب دسپکاوي دقانون دناسم استعمال دمخنیوي اؤ په دې قانون کښې د بدلون خبره کړې وه.

دپاکستان دبشري حقونو دخپلواکه کمیسون یا ایچ ار سي پي مهم مشر ندیم انتهوني وایې د ډیر وخت نه ددوئ اداره هم دغه خبره کوي چې ددې قانون ناسم استمال د ذاتي ګټو د پاره روان دی اؤ دا دې ودرول شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ندیم انتهوني وایې کال ۲۰۱۳م کښې ددوئ لخوا شوې یوه نظر پوښتنه کښې دوئ د سلو نه زیات داسې خلکو سره لېدنې کړې وې چې په هغوئ دمذهب دسپکاوې تورونه وو اؤ په دې کښې شپیته فیصدي داسې وؤ چې دماغي حالت یې سم نه ؤ.

ندیم انتهوني وایې د ذاتي ګټو اؤ دښمنو د پاره دمذهب دسپکاوي قانون نه خلک ناسمه استفاده کوي اؤ هم دغه وجه ده چې پنځلس یا شل کاله وروسته بیا ددغو تورنو کسانو مقدمې اعلا عدالتونو ته راشي نو د ثبوتونو دنشتوالې له امله اعلا عدالتونه دا خلک خوشې کړي.

په تیرو وختونو کښې په هغه پولیس تاڼو هم تند روه فکر لرونکو بریدونه کړي دي چې پکښې د مذهب په سپکاوي تورن کسان ساتل شوي وؤ.

پاکستان کښې دمذهب دسپکاوي دقانون ترمخه په جرم ثابت کیدو د مرګ سزا ده اؤ دعدالتونو لخوا یو شمیر خلکو ته دمذهب دسپکاوي په تورونو داسزا اورول شوې هم ده خو عمل پرې نه دی شوی.

دتندروه فکر لرونکو لخوا داسې ډیر خلک دعدالتونو دننه اؤ بهر وژل شوي دي په چا چې د مذهب د سپکاوي ‌تورونه لګول شوي وو.

د ملګرو ملتونو لخوا د سټیفن مسیح د خوشې کولو غوښتنه پاکستان نه په داسې حال کې شوې ده چې ددې هیواد دننه تندره مذهبي ډلې تحریک انصاف داسلام دپیغمبر دسپکاوي دخاکو خپریدو په ضد پاکستان څخه دفرانس دسفیر د ویستلو دپاره یو وارې بیا په احتجاج لاس پورې کړی دی .

تر دې وړاندې هم دمذهب دسپکاوي په تور دبندي یوې مسیحي میرمنې آسیه بي بي د سترې محکمې لخوا دخوشې کولو په ضد تحریک لبیک د تشدد نه ډکې مظاهرې په پاکستان کښې کړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG