د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) وايي د غېرملکي زر مبادله په ذخيره کې 1.64 اربه ډالره کمی راغلی دی او اقتصاد پوهان وايي په راتلونکي وخت کې به دا ذخيره نوره هم راکمه شي ځکه چې د پاکستان تجارتي خساره د مجموعي امدنۍ نه څلور فيصده نوره زياته شوې ده.
د غېر ملکی زر مبادلې ذخیره د پاکستان هغه ټولې پېسې دي د کوم په زريعه چې پاکستان په ملکي کچه خرڅونه پوره کوي او د بهر هېوادونو سره پرې تجارت کوي.
اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي له دې وړاندې د پاکستان حکومت سکوک بانډونه يا د پېسو د نشتوالي په صورت کې د ګټې دپاره بانډونه جاري کړي او د هغې د واپس کولو وخت پوره وخت شوی نو هم دغه وجه ده چې د مرکزي بېنک په غېر ملکي زر مبادله ذخيره کې کمی راغلی دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل له دې وړاندې د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره 27 اربه ډالرو ته سېوا شوې وه او يواځې د مرکزي بېنک سره 20 اربه ډالره ذخيره موجوده وه.
نوموړي زياته کړه دا وخت د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره د فشار ښکار ده ځکه تجارتي خساره مخ په زياتي روانه ده او په راتلونکې وخت کې به پاکستان له نورې قرضې هم واپس کول وي.
هغه وويل که د نړيوالې مالياتي ادارې يا ايي اېم اېف سره د پاکستان د قرض اخستو خبرې کاميابې شي نو دغه فشار ورسره کمېدی شي خو که د ايي اېم اېف سره دغه خبرې ناکامه کيږي نو د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې ذخيره به 14 اربه ډالرو ته راکمه شي او په راتلونکو دوه، درې کلونو کې به د پاکستان اقتصاد د مشکلاتو ښکار وي.
مرکزي بېنک تاييدوي، د بېنک په ذخيره کې 1.64 اربه ډالره کمی راغلی او دا وخت د سټېټ بېنک ذخيره 17.4اربه ډالرو ته راکوزه شوې ده، بېنک وايي که د ايي اېم اېف سره خبرې کاميابې شي، نو بېنک پلان لري چې د درې نيم اربه ډالرو نور بانډونه جاري کړي.
سټېټ بېنک وايي، په ملکي کچه د کاروباري بېنکونو په غېر ملکي زر مبادله ذخیره کې څلور ملينه ډالره اضافه شوې او دا 6.83 اربه ډالرو ته ختلې ده.
د بېنک ترمخه دا وخت د پاکستان د غېر ملکي زر مبادلې مجموعي ذخیره 24.32 اربه ډالره ده.
اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د کرنټ اکاونټ خساره د ملک د مجموعي امدنۍ يا جی ډي پي د څلور فيصدو نه زياته ده او د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د روان مالي کال 2022 په لومړو درېو میاشتو کې کرنټ اکاونټ خساره درې اربه او 40 کروړه ډالرو نه سېوا شوې ده.
د دې ترڅنګ يو ډالر د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې 174 روپو نه زيات شوی دی.
اقتصاد پوهه پروفېسر ډاکټر معراج الحق وايي د مخ په زياتي خسارې له امله پاکستانۍ روپۍ هم د فشار سره مخ ده، او که حکومت تجارتي خساره راکمه نه کړه نو د روپۍ قدر به نور هم وغورځيږي او د دې سره به ګراني هم سېوا شي.
د پاکستان د حکومت د ايي اېم اېف سره خبرې روانې دي چې د شپږ اربه ډالرو د شوې لوظنامې شپږم او اووم قسط ترلاسه کړي خو د وروستيو مالوماتو ترمخه د حکومت او ادارې ترمنځه مذاکرات څه نتيجې ته نه دي رسېدلي.