لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شیخ رشید وایي دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمینځ خبرې کامیابې شوي


دپاکستان حکومت دعوه کړې چې د ناقانونه تندروه ډلې تحریک لبیک سره یې خبرې اترې کامیابې شوې اؤ دهغوئ دغوښتنو دجائزې په اخستو به د سه شنبې/نهې د ورځې پورې دغه ستونزه په سوله ییزه توګه هواره کړل شي.

تحريک لبيک د خپل بندي شر سعد حسېن رضوي د خوشي کولو او له پاکستانه د فرانس د سفير د ایستلو د غوښتنو په سر د لاهور نه د اسلام اباد په لور احتجاجي لاريون پيل کړی دی خو حکومت هغوئ ته داسلام اباد په لوري غځېدلې ټولې مهمې لارې تړلې دي.

تېره ورځ په لاهور کې د تحریک لبیک د غړو او پولیسو تر منځ له تشدده ډکې نښتې شوې وې چې د چارواکو په وینا په نتیجه کې یې درې پوليس چارواکي مړه او دواړه غاړو ته د سلګونو په شمېر کسان ژوبل شوى وو.

خو د اتوار په ورځ دهیواد د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي چې اوس دغې ډلې سره دحکومت خبرې اترې کامیابې شوې دي.

ناقانونه ډلې تحریک لبیک لا تر اوسه دمذاکراتو دبریالي کیدو په هکله څه نه دي ویلي اؤ نه هم دا وضحه شوې ده چې دحکومت اؤ دغه ډلې ترمینځ مذاکراتو کې په کومو نکتو اتفاق شوی دی.

ډان ټي وي سره خبرو کې شیخ رشید ویلي چې حکومت به د تحریک لبیک نیول شوي فعالین بېرته خوشې کوي اؤ د هیواد نه دفرانس دسفیر ویستلو معامله به پارلیمان ته وړلی شي.

پاکستاني رسنیو د شیخ رشید له خولې ویلي چې ټولې تړلې لارې به بیرته پرانستل کیږي اؤ دتحریک لبیک دلاریون برخه وال به دسه شنبې د ورځې پورې په مریدکی نومې سیمه کې ناسته کوي.

په عین حال کې دپاکستان دمذهبي چارو وزیر نورالحق قادري هم ویلي چې دلاریون کوونکو اؤ پولیسو ترمنځ به هیڅ نښته نه کیږي اؤ ټولې چارې به په سلا مشورې سره هوارولی شي.

تر دې دمخه دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وؤ چې حکومت به دتحریک لبیک په غوښتنه د فرانس سفیر له هیواده نه وباسي ځکه دهغه ویستل به په دې معنا وي چې پاکستان د اروپایي اتحادیې نه ځان وباسي.

تحریک لبیک دا احتجاجونه بیا په داسې وخت کې پیل کړې چې په وروستیو کې یورپي پارلمان ته په وړاندې شوي قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکې مذهبي توندروۍ له کبله دې د دې هېواد لپاره د تجارتي مراعاتو منصوبې ته بیا کتنه وشي.

سږکال داپریل په میاشت کې تحریک لبیک دخپلو غوښتنو په پلوۍ هیواد کې دتشدد نه ډک احتجاجونه کړي کړي وؤ چې دسرکاري شمیرو له مخې د ۸۰۰ نه دزيات پـوليس عسکرو پکې ژوبل شوي او شپږ وژل شوي وؤ.

ددغو احتجاجونو په مهال که دپاکستان حکومت دغه ډله ناقانونه ګرځولې وه خو وروسته حکومت ددې ډلې سره یو تړون هم لاسلیک کړی ؤ اؤ د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد اعلان کړی ؤ چې د تحريک لبيک دغوښتنې په اساس به حکومت هیواد نه دفرانس دسفیر د ویستلو قرارداد پارلیمان ته وړاندې کوي.

وروسته بیا د فراس سفیر دبرخلیک په اړه پارلیمان پرېکړه لیک هم وړاندې کړل شوی ؤ خو وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ که چرې پاکستان دخپل هیواده دفرانس سفیر وباسي نو په احتمالي توګه یورپي یونین په دې سخت غبرګون ښودلی اؤ دغربي هیوادونو څخه دپاکستان ټول 27 واړه سفیران بېرته پاکستان ته راتللی شي.

XS
SM
MD
LG