د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره د بېړنيو مرستو ادارې (يونیسف) ويلي،د کوېکس پروګرام د لارې امریکا پاکستان ته د کرونا ضد 36 لکه فايزر ويکسين ورکړي دي، او سويډن، ناروی او سويټزرلېنډ ورته د اسټرازينکا څلور لکه 93زره ويکسين ورکړي دي.
د يونیسف د پاکستان څانګې ويلي، دغه ويکسين به د يونيسف په مرسته نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (25 اکتوبر) پاکستان ته ورسي.
ادارې په ټویټر ویلي، په تيرو شپږو مياشتو کې د کووېکس د لارې د يونيسف په مرسته پاکستان ته درې کروړه 20 لکه ويکسين رسېدلي دي.
ويل شوي دغه ويکسين د پاکستان حکومت د کووېډ ضد ويکسينېشن مهم کې کاروي.
ادارې ويلي په تیرو نهه میاشتو کې د پاکستان حکومت درې کروړه او 80 لکه کسانو ته پوره ويکسين يا دواړه ويکسين لګولي او شپږ کروړه 80 لکه کسانو ته یې د ويکسين لومړی خوراک ورکړی دی.
د پاکستان د حکومت د کرونا د څار او عملیاتو مرکز (اېن سي او سي) ویلي، په ملک کې د کرونا ضد ټول د 100 ملينو نه زيات ویکسين لګول شوي دي.
د اېن سي او سي ترمخه په پاکستان کې د کرونا پېښې هم راکمې شوي دي.
د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې د کرونا څخه نهه کسان مړه شوي دي. او د مثبت پېښو شرحه يواعشاريه 65فيصده وه.
په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 28386 کسان مړه شوي دي.