لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د ښځو احتجاج: نړۍ او ملګري ملتونه ولې زموږ پر حقونو غلي‌ دي؟


واشنګټن ـــ په کابل کې نن بیا یو شمېر ښځو د خپلو کارونو او تعلیم د حق لپاره احتجاج کړی او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دوی پر حقونو پټه خوله پاته نه شي.

په یوه اوونۍ کې دا دویم ځل دی چې افغانې ښځې په کابل کې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي خو د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ښځې پرله پسې د خپلو حقونو لپاره احتجاجونه کوي.

نن د نهې- شنبې په ورځ هم ګڼ شمېر ښځې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یوناما دفتر ته نیژدې احتجاج ته را وتلې وې او پر نړیوالې ټولنې یې نیوکې کولې چې ولې د افغانستان پر بحران غلي‌ دي.

دغو ښځو په لوړ اواز شعارونه ورکول او په لاسونو کې یې هم شعارپاڼې را اخیستې وې چې پرې لیکلي‌ وو «نړۍ ولې زموږ د تباهۍ ننداره کوي»، «د ملګرو ملتونو بې پروایي شرم دی» او «موږ د کار او تعلیم حق لرو».

یوې احتجاج کوونکې او د ښځو د حقونو فعالې وحیدې امیري فرانس پریس خبري ایجنسۍ ته ویلي "موږ د ملګرو ملتونو له عمومي مشره غوښتنه کوو د کار او تعلیم لپاره زموږ د حقونو ملاتړ دې وکړي، موږ نن له هر څه بې برخې شوې یو".

د وي او اې اشنا څانګه وایي‌ احتجاج کوونکو ښځو غوښتل خپلې غوښتنې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې دېبورا لاینز ته وړاندې کړي خو وایي له هغې سره په لیدو بریالۍ نه شوې.

یوه بله احتجاج کوونکې د مدني ټولنې فعاله حسنی سعادت وایي، نړۍ ولې د افغانستان پر بد حالت پټه خوله ده:

"ملګري‌ ملتونه ولې افغانو ښځو ته پام نه کوي؟ هره ورځ فقر چیغې وهي، ماشومان مو مري، سړي مو له بېکارۍ چیغې وهي، دوی ځانوژنې کوي. نړۍ ولې غلې ده؟ ولې هیڅوک زموږ غږ نه اوري؟ موږ ولې باید په کورونو کې بندیانې شو، تر څو به موږ بندې یو؟ آیا موږ حق نه لرو چې په ټولنه کې فعالیت ولرو؟".

د ښځو نننی احتجاج که څه هم په سوله ییزه توګه ختم شوی، خو فرانس پریس خبري ایجنسۍ وایي کله چې دغه ښځې د کابل حساسې سیمې ته- چې پکې د لوېدیځو هېوادونو سفارتونه دي- ورغلې نو طالب وسلوالو دوی او خبریالانو ته له دې ځایه د تلو امر وکړ.

اې ایف پي وایي د دوی خبریال بیا ولیدل چې لسګونه امنیت ساتونکي طالبان راغلل خبریالان یې پر شا وشړل او له یوه ځایي خبریاله یې د هغه موبایل ټیلیفون له دې کبله واخیست چې هغه د احتجاج وېډیو جوړوله.

ملګري ملتونه وایي نه یواځې دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د کار لپاره پاته کېږي بلکې وایي د دې هېواد د ښځو او نجونو د حقونو ودې او ملاتړ ته به دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش د اکتوبر پر 23مه پر خپل ټویټر لیکلي وو "موږ به تر هغو پورې ونه درېږو چې تر څو نجونې بیرته سکولونو ته لاړې نه شي، ښځې خپلو کارونو ته ستنې نه شي او په ولسي ژوند کې برخه وا نه خلي".

طالبانو د ښځو د دې تازه احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو دعوه کوي چې ښځو ته یې په ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړې ده، خو له تېرې شاوخوا یوه نیمې میاشتې راهیسې د مډل او های سکولونو نجونه لا خپل تعلیم او د هغوی استادانې د خپلې ښوونې دندو نه دي ستنې شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG