لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر کې دطالبانو خارجه وزیر سره دامریکایي پلاوي لیدنه کې په مهمو چارو خبرې شوي


دوحه کې دافغانستان لپاره د امريکا دماموریت مسئول ایین مکيري او ورسره۷کسیز پلاوي داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي سره لیدل کتل کړي دي.

دطالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په ټویټر لیکلي دواړو خواؤ د تیرو مجلسونو په تعقیب دافغانستان او امريکا ترمنځ داړيکو او اړونده موضوعاتو په اړه ژورې خبرې وکړې او ديو بل نظریات یې واوریدل.

خو هغه ددې لیدنې نور جذئیات مخې ته نه دي راوړي اؤ نه یې دا روښانه کړې ده چې په دغه لیدنه کې دطالبانو نه دامریکا غوښتنې څه وې یا طالبانو امریکا ته دهغوئ دتیرو غوښتنو دعملي کولو په اړه څه ډاډ ورکړی دی؟

تر دې وړاندې داکتوبر په ۱۱مه هم دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وؤ چې امریکایي هیئت سره یې دوه ورځنۍ خبرې په ښه فضاء کې سرته رسیدلي دي.

په ۱۵م اګست دکابل نیولو نه وروسته چې طالبانو خپل حکومت اعلان کړی دا دوهم ځل دی چې امریکایي چارواکي په قطر کې نیغ په نیغه طالب مشرانو سره لیدنې کوي خو تر دې مهاله امریکې اؤ یا د نړۍ کوم بل هیواد دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره خبرو کې ویلي وؤ ګڼ شمېر مسلې شته چې په کار ده د امریکاییانو سره ورباندې خبرې وشي.

دهغه په وینا" یو د دوحې لوظنامې عملي کول چې زښت ډېر مهم وؤ، هم مونږ ته او هم امریکا ته. دویمه ستونزه د افغانستان د پېسو ده چې امریکنیانو هغه په بانک کې کنګل کړي دي. درېیمه مسله د نړېوالې ورورولۍ او پخپله د امریکا او ملګرو ملتونو له اړخه د افغانستان تسلیمول دي"

قطر کې امریکایي پلاوي سره داکتوبر په وړومبیو کې له شوې لیدنې وروسته طالب ویاند سهیل شاهین هم پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د طالبانو او امریکایي هیئت ترمنځ په "سیاسي مسایلو مفصل بحث" شوی او طالبانو دا خبره بیا را اوچته کړې چې ګني د دوحې لوظنامې پوره عملي کېدل "د مشکلاتو د هوارۍ بهترینه لاره ده" او بل دا چې "پکار ده بشري امداد د سیاسي مسئلو سره ونه تړل شي"

طالبانو چې دکابل نیولو وروسته کومه لنډمهاله کابینه اعلان کړې امریکا،ملګري ملتونه اؤ دنړۍ ګڼ نور هیوادونه په هغې سختې نیوکې کوي اؤ وایي چې په دغه کابینه کې ښځو،لږکیو اؤ زلمو ته هیڅ استازیتوب نه دی ورکړل شوی اؤ پکار ده چې طالبان دخپلې ژمنې سره سم خپل حکومت ته ټول شموله بڼه ورکړي .

خو طالبان بیا دریځ لري چې دهغوئ کابینه فعلاً لنډ مهاله ده اؤ افغانستان کې به هرچاته خپل حقوق ورکوي خو لا یې په غوڅه توګه نه دي ویلي چې ښځې اؤ اقلیتونه به هم پخپل حکومت کې شامل کړي که نه؟

دوحه کې دامریکایي پلاوي اؤ دطالبانو دبهرنیو چارو د وزیر ترمنځ دشوې تازه لیدنې په اړوند دجذئیاتو اخستو دپاره وي او ای ډیوه د واټس اپ دلارې په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین سره دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG