لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میر عبدالقدوس بزنجو دبلوچستان نوی اعلا وزیر وټاکل شو


دصوبې داعلا وزیر دټاکنې دپاره دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دجمعې په ورځ دسرپرست یا قائمقام اسپیکر بابر موسا په مشرۍ شوې چې پکې داسمبلۍ ۳۹ غړو دمیرعبدالقدوس بزنجو په پلوۍ خپلې رایې کارولي دي.

دصوبې داعلا وزیر په توګه ټاکنې دپاره میر عبدالقدوس بزنجو یوازینی کاندید ؤ اؤ هیڅوک دهغه مقابلې ته نه وؤ راوړاندې شوي چې داسې هغه پرته له مقابلې دصوبې اعلا وزیر ټاکل شوی دی.

دمخالفو ګوندونو غړو د صوبې اعلا وزیر دپاره غوښتل شوؤ رایو کې برخه نه ده اخستې .

ټاکل شوې ده چې نوی ټاکل شوی وزيراعلي به نن دجمعې په ماښام دګورنر په ماڼۍ کې دخپلې څوکۍ سوګند اخلي.

دمیرعبدالقدوس بزنجو تړاؤ دبلوچستان عوامي ګوند سره دی اؤ ددغه ګوند دبل مشر اؤ دصوبې دپخواني وزیراعلا جام کمال په ضد چې کله دهغه دګوند ملګرو داپوزیشن ډلو په ملاتړ دبې باورۍ تحریک اسمبلۍ کې جمع کړی ؤ نو ترهغې وروسته ددغه ګوند دغړو لخوا ښاغلی بزنجو دصوبې دنوي وزیراعلا په توګه نومولی ؤ.

تر دې وړاندې هغه دجام کمال په حکومت کې دبلوچستان اسمبلۍ اسپیکر ؤ خو د د وزیراعلا سره دګوندي غړو دکړکیچ پیدا کیدو په مهال هغه داسمبلۍ داسپیکر دڅوکۍ نه استعفا ورکړې وه.

په کال ۲۰۱۸م کې هم هغه مهال دبلوچستان داعلا وزیر څوکۍ سمبال کړې وه کله چې په دغه صوبه کې سیاسي کړکیچ پیدا شوی ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG