لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"لوبې نه خوند واخلئ،سیاست ترې مه جوړوئ"پېښور کې دمیشت افغان کډوالو غوښتنه


نن دجمعې په ماسخوتن دافغانستان اؤ پاکستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ کیدونکې سیالۍ ته خلک زیات لیواله دي اؤ ددې سیالۍ دکتلو دپاره پېښور کې په ځېنو سیمو کې ځانګړي انتظامات نیول شوي.

دټي ۲۰کرکټ په نړیوال جام کې به دا دافغانستان اؤ پاکستان د لوبډلو ترمنځ وړومبۍ سیالي وي.

د پېښور ښار د تاج اباد يا بور‌‌‌‌‌‌ډ بازار کې چرته چې په لویې شمېر کې افغانان د کلونو راهسې ژوند کوي اؤ دغلته کورونه او کاروبارونه لری دغه افغانان هم نن د دواړو هېوادونو ترمنځ کیدونکې دې سیالۍ ته په بې صبرۍ سره انتظار کوي.

د دغه سیمې اوسېدونکو افغانانو خپلو ملګرو سره په ګډه دکرکټ ددې مهمې سیالۍ خپلو ملګرو سره په ګډه دکتلو دپاره په خپلو کورونو او کاروباري ځايونو کې ځانګړې تابیا نیولې ده.

دپېښور د بورډ بازار اوسېدونکی يو افغان کډوال ذبيح الله وايي "زه خپله د افغانستان يم، هغه مې هېواد دی او ورسره ډېره مينه لرم. ګټه او بېلات د لوبې برخه ده، نن کېدونکې لوبه کې زه د دواړو لوبډلو مرستيال يم، که افغانستان يې وګټي او که پاکستان يوه خبره ده"

ذبیح الله وایي "زمونږ نن مېچ ته ډېر انتظار دی، ټول ملګري به په شريکه مېچ ګورو، په جېم کې هم سکرين لګېدلی دی او مونږ په خپل بېټک کې هم انتظام کړی دی

ذبیح الله زیاتوي هغه په دې لوبه کې دافغانستان دلوبډلې مرستیال دی ځکه چې خپله دافغانستان دی اؤ خپل وطن سره ډیره مینه لري خو بیا وایي هغه په پاکستان کې ژوند کوي نو دپاکستان لوبډلې دپاره هم ښې هیلې لري.

دنوموي په وینا "خلک دې په دې مېچ غلطې خبرې نه کوي ځکه چې دواړه مسلمان هېوادونه دي، که دا يې وګټي او که هغه يوه خبره ده. ګټه او بېلات د لوبې برخه ده، مونږ له پکار ده چې د دواړو لوبډلو مرسته وکړو"

رياض خان چې بورډ بازار کې د مېوې خرڅولو کاروبار کوي او د ناګمان د کډوالو کېمپ کې ژوند کوي وايي چې هغه د افغانستان کرکټ لوبډلې مرستيال دی خو که مېچ پاکستان وګټلو او که افغانستان نو خوشاله به وي.

هغه وايي لوبې ته د لوبې په نظر کتل پکار دي.

"پاکستان او افغانستان دواړه ګاونډيان دي، مونږ دواړو ته په يو نظر ګورو که پاکستان يې وګټي او که افغانستان يې وګټي. دواړه ګاونډيان او مسلمانان دي. د پاکستان چې بل چا سره مېچ وي نو مونږ د پاکستان مرسته کوو.اوس چې زمونږ د خپل هېواد مېچ دی نو دا ښکاره خبره ده چې د افغانستان مرسته به ډېره کوو"

هغه پخپلو خبرو کې هیله وکړه چې باید په ښې طریقې سره دا سیالي وشي او د دواړو هیوادونو ولسونه پکې یو تر بله خوا بدي نه شي.

"مېچ ته د لوبې په نظر کتل پکار دي، دا نه چې یو سياست ترې د يو هېواد او بل هېواد واخلي"

نويد حبیبي چې د افغانستان سره تعلق لري خو په پېښور کې د کډوالۍ ژوند کوي وايي چې نن د افغانستان او پاکستان تر مينځه يو ډېر زړه راښکونکی مېچ کېدونکی دی،

هغه وايي "يو مې کور دی او بل مې ورور دی، دواړو هېوادونو کې زمونږ د پاره څه توپير نشته"

دنوموړي په وینا "دواړه زمونږ د پاره څه فرق نه لري، مونږ غواړو چې دا ډېرې مينې او محبت سره وګورو. د مېچ کتلو لپاره مونږ په جېم کې هم يو غټ سکرين لګولی دی. دې (جېم) کې مونږ سره د دواړو هېوادونو نه شاګردان دي،مونږ به یې ډېر په امن او مينه دلته ګورو، مونږ د پاره دواړه يو دی. دواړه زمونږه خپلې لوبډلې دي او مونږ د دواړو مرسته کوو."

نويد حبيبي هيله لري چې يو ډېر ښه مېچ به کتونکي وګوري او وایي د افغانستان او پاکستان تر مېنځه کېدونکی مېچ دپرېشر يا د دباؤ لوبه ده، څوک چې په مېدان کې ښه لوبه وکړي هغه به یې ګټي.

هغه دا هم وایي چې د افغانستان او پاکستان تر مينځه کېدونکی مېچ د تیز رفتاره بالرانو او سپېنرانو سیالي ده.

"دا يوه د دباو لوبه ده، څوک دغه دباو ښه توګه باندې واخلي او په مېدان کې ښکلې لوبه وکړي هغه به يې ګټي"

دنوموړي په وینا دا د فاسټ بالرانو او د سپېنرانو مقابله ده، د پاکستان لوبډلې سره ډېر ښه تېز بالران دي او افغانستان ډېر ښه سپېن بالران لري.

تر دې دمخه دافغانستان کرکټ لوبډلې تکړه لوبغاړي راشد خان هم دمیډیا دلارې دخلکو نه غوښتنه کړې وه چې باید دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دکرکټ په دې سیالۍ کې پرامنه پاتې شي اؤ له دې خوند واخلي.

پروسکال دکرکټ نړیوالو سیالیو کې دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دکرکټ په سیالۍ د دواړو خواؤ د ولسونو ترمنځ په ټولنیزو رسنیو اؤ د لوبې په میدان کې هم تاؤ تریخوالی اؤ بدمزګۍ پیدا شوې وې.

خو اوس د روانې سیالۍ نه وړاندې د دواړو خواؤ زیاتره پلویان په ټولنیزو رسنیو خپرونې کوي چې باید دې لوبې ته دلوبې په نظر وکتل شي اؤ خوند ترې واخستل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG