لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد د طالبانو ډپلومېټانو ته په پاکستان کې د کار اجازه ورکړه


واشنګټن ـــ پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه مني خو طالب چارواکو امریکا غږ ته منلې چې ډپلومېټانو يې په اسلام اباد کې په افغان سفارت او په افغان کونسلګریو کې کار پېل کړی دی.

دا خبره دوو طالب چارواکو او دوو افغان ډیپلومېټانو تایید کړې ده، وي او اې په اسلام اباد کې افغان سفارت ته په دې اړه د لېږل شوو رسمي خبرتیاوو یا نوټیفیکېشنز کاپۍ هم تر لاسه کړې دي.

پاکستاني چارواکي وایي دوی دغو نویو ډیپلومېټانو ته د طالبانو په استازیتوب د کار اجازه ورکړې ده. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم تایید کړې ده چې د طالبانو دغو نویو چارواکو ته پاکستان ویزې ورکړې دي خو وایي د ویزو ورکول د طالبانو د حکومت تسلیمول یا په رسمیت پېژندل نه دي:

"دا ویزې د کونسلرۍ د کارونو د اسانتیاوو لپاره ورکړې شوې دي او هغو پاکستانیانو ته د ویزو په اخیستلو کې د اسانتیا لپاره دا کار شوی چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره کار کوي یا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرستې کوي".

د طالبانو یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ته وویل، د سردار محمد شکیب په نوم تن- چې د موسی فرهاد په نوم هم پېژندل کېږي- د اسلام اباد په افغان سفارت کې د لومړي سیکرټري په توګه دنده پیل کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د طالبانو له حکومت جوړېدو را وروسته پر نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بشري بحران او ناامنۍ د مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت سره کار وکړي.

یو افغان ډیپلومېټ چې د اشرف غني له تېر حکومته راهیسې په اسلام اباد کې کار کوي وایي سردار محمد شکیب د مرستیال سفیر په توګه په عملي توګه کار پیل کړی ځکه چې وایي په افغان سفارت کې دا مهال هیڅ یو سفیر نه وو. دغه افغان ډیپلومېټ وایي:

"دی [شکیب] ټولې سفارتي چارې سمبالوي ځکه چې د سفیر چوکۍ له تېرې جولای میاشتې راهیسې تشه وه چې تېر حکومت خپل سفیر کابل ته ور بللی وو".

سردار محمد شکیب د افغانستان د زابل ولایت اوسېدونکی دی چې د طالبانو د تېر حکومت په مهال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشر وو. نوموړی څه موده د قاري یوسف احمدي په نوم د طالبانو ویاند وو او څو کاله مخکې په پاکستان کې نیول شوی هم وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي هم د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ته وویل، دی فکر کوي چې په افغان سفارت کې د طالبانو د ډیپلومېټ په کار ګومارل به "یو انتظامي کار وي چې کارونه په سمه توګه پر مخ روان وي".

افغانستان خپل مخکینی سفیر نجیب الله علي خېل په تېره جولای میاشت کې له اسلام اباده وروسته له هغه کابل ته ور وباله چې د هغه لور سلسله علي خېل په پاکستاني پایتخت کې تښتول شوې او د هغې په وینا تر تشدد وروسته خوشي کړل شوې وه.

سلسلې علي خېل ویلي وو دا په اسلام اباد کې د سودا اخیستلو لپاره له خپل کوره تللې وه چې ناپېژاندو کسانو په زور وتښتوله او د څو ګنټو لپاره یې له ځانه سره ساتلې او وهلې ټکولې وه. پاکستاني چارواکو د هغې د تښتونې پېښه تایید کړې وه خو وروسته یې د پلټنو په بنیاد د هغې دا دعوه رد کړې وه چې ګواکې پر هغې تشدد شوی دی.

طالبانو د اسلام اباد په ګډون په کراچۍ، پېښور او کوټه کې هم خپل ډیپلومېټان بدل کړی دي. د پېښور په افغان کونسلګرۍ کې یې د حافظ محب الله په نوم تن ټاکلی چې خپل کار یې پیل کړی دی. یو طالب چارواکی وایي حافظ محب الله به د جنرل کونسل په نشتوالي کې خپلې چارې تر سره کوي.

وي او اې هغه نوټیفیکېشن یا رسمي خبرتیا تر لاسه کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي افغان سفارت ته لېږلې او په پېښور کې یې د خپل جنرل کونسل ګومارل پکې تایید کړي دي.

د کوټې کونسلګرۍ لپاره یې ملا غلام رسول او د کراچۍ کونسلګرۍ لپاره یې ملا محمد عباس ټاکلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان لپاره د خپلو ډیپلومېټانو د ټاکلو خبره رد نه کړه خو وایي په دې اړه تر معلوماتو را غونډولو وروسته به وي او اې ته جواب ووایي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG