لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي جنرل: د چين پوځي طاقت د امريکا او روس نه هم په غټېدو دی


واشنګټن ـــ د امريکا د ګډو پوځونو وايس چيرمين جنرل جون هيټن ويلي که امريکا او ملګرويې په تېزۍ د چين مخه ونه نيوه دا به يواځې د وخت خبره وي چې چين خپل پلان عملي کړي او په نړۍ کې د امريکا د پوځي طاقت ځای ونيسي.

جنرل جون د ډيفنس رايټرز ګروپ ته د زيارت- پنجشنبې په ورځ په خپله وينا کې ويلي په تېزۍ سره د چین دومره لوی پوځي طاقت جوړېدل حېرانوونکې ده او وايي “که چرې مونږ داسې څه ونه کړو چې دا بدل کړو نو په کوم رفتار او کومه لار چې چين روان دی دا به په پوځي قوت کې امريکا او روس په شا پاتې کړي”.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې جنرل هيټن ريټاير کېدونکی دی او نورو لوړ پوړو امريکايي پوځي مشرانو په ډاګه کړې چې چين په جولای کې د هايپرسونېک د وسلې سسټم تجربه کړی چې يو ګلايډر يې په هوا کې د نړۍ چار چاپېره الوځولی چې رفتار يې د اواز نه پينځه چنده زيات دی.

د امريکا د ګډو ځواکونو چيرمېن جنرل مارک مېلي تېره ورځ بلومبرګ ټي وي ته ويلي د چين تجربه ډېره د انديښنې وړ ده او ويلي يې دي “نه پوهېږم چې دا هم د بل سپوټنېک موقع ده او کنه خو زه فکر کوم دا هغې ته ډېره نزدې ده”.

سپوټنېک د روس هغه وړومبنی سېټېلايټ وو چې د 1950 په لسيزه کې خلا ته ولېږل شو.

د جنرل مېلي په رنګ جنرل هيټن هم د چين د هايپرسونېک تجربې تفصيل شريک نه کړو ځکه چې د هغه په وينا دا کلاسيفايډ لا خفيه معلومات دي خو دا يې ومنله چې ښکاره خبره ده د چين دا تجربه يو پيغام دی.

جنرل هيټن وايي “ټولې جوړېدونکې هايپرسونېک وسلې او ټولې ايټمي وسلې چېچين جوړوي دا د چين د خپلې ابادۍ د پاره نه دي. دا په امريکاپسې جوړوي او مونږ دا انګېرو او مونږ له د دې د پاره پلاننګ پکار دی”.

هيټن په اعتماد سره وویل چې تر اوسه د امريکا هايپرسونېک پروګرام ډېر په مخ تللی دی خو انديښنه يې وښودله چې کېدلی شي دې کې هم بدلون راشي.

هغه وويل “په تېرو پيځو کالو کې لا د دې نه زيات امريکا تر اوسه نهه هايپرسونېک تجربې کړي او چين په سلګونو کړي. د يوې هندسې په مقابل کې سلګونه هندسې ښه حالت نه دی”.

هغه د امريکا د سټريټيجيک کمانډ د مشرۍ په وخت ويلي وو چې امريکا له به د چين او روس نه د دفاع د پاره په خپل نظام کار کول پکار وي اوهغه انديښنه يې يو ځل بيا تکرار کړه.

جنرل هيټن وايي “د ټولو مهمه خبره دا نه ده چې ځان د هايپرسونېک وسلې نه وساتې لا خپلې هايپر سونېک وسلې جوړې کړې بلکې د داسې سېنسرز د جوړولو خبره ده چې هايپرسونېک معلوم کړي او هغه دا وخت زمونږ سره نشته”.

هيټن وايي يوه بله لار چې د هايپرسونېک وسلو مخه پرې ونيول شي د ليزرز لا شعاګانو کارول دي ځکه د هغې رفتار د رڼا د رفتار برابر دی اووايي “مونږ د ليزرز په ټيکنالوجي کې هغې ځای ته رسيدلي يو چې پخوالی کوي دا نظام به د راتلونکو توغندو د خطر مخه ونيسي. مونږ له پکار دي پهدې کې لګښت وکړو”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG