لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې پاتې شوې يواځینۍ يهودي مېرمنې ھم دغه ھېواد پرېښودی


Afghanistan Last Jews

طووامورادي د خپلو بچو او نمسو سره د هغې وروسته افغانستان پرېښودی چې په 15 اګست افغان طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی او پهزرګونو خلک د دغه هېواد نه وتلي دي.

له دې نه وړاندې به زيبولون سمنټوف ويل چې په افغانستان کې پاتې کيدونکې يواځنی يهودي دی، سمنټوف هم افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ وروسته افغانستان پريښودی دی.

خبري ادارې ايسوسي ايټډ پرېس ویلي طووامورادي او خپلوان سمنټوف يې په کابل کې پېدا شوي وو او تېره اوونۍ د افغانستان نه وتليدي.

طوواردي سره د خپلې کورنۍ دا وخت د البانيه ښار ګولم کې مېشت ده چرته چې د نزدې دوه زره افغان کډوالو د پاره د سمندر غاړې ته داوسېدو ځایونه جوړ‎ کړ‎ی شوي دي.

په البانيه کې يې خبري ادارې اې پي سره خبرو کې طووا وويلي " ماته خپل هېواد ډير ګران وو،ډير زيات۔ خو د خپلو بچو ژوند بچ کولو دد پاره د هغه ځايې نه راوتلم"

طووا دا وخت د درې اتيا کالو ده، يو مسلمان تن سره يې واده کړی وو خو خپل مذهب يې نه دی بدل کړی خپل يهودي عبادتونه به يې کولاو ګاونډيانو به هم د يوې يهودې په توګه پيژندله.

طووا وويلي د بدل مذهب سړي سره واده کولو باوجود هم ډير خپلوان دې سره په تماس کې وو.

بچي او يهودو رضا کار هڅه کوي چې طووا او کورنۍ يې کېنډا ته واستوي خو طووا دا هم غواړي چې اسرايل ته لاړه شي خپلوانو سرهمېلاو شي او د مورو پلار په قبر دعا وکړي.

XS
SM
MD
LG