لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره بهرنۍ مرستې به داجګړه ځپلی هیواد له مشکلاتو وویستل شي؟


په کابل کې مېشت خبریال غلام جيلاني ځواک وي او ای ډيوه ته وايي د امريکا لخوا دغه بشري مرستې خو به د څه وخت لپاره د ځينو خلکو مشکل اسان کړي خو د هېواد اقتصاد ته وده نه شي ورکولی کوم چې د ځايي اولس معاشي حالت او ټولنیز ژوند ښه کولو لپاره مهم دی۔

امریکا اعلان کړی چې افغانستان ته به د 144 ملينه ډالرو بشري مرستې ورکوي، امریکې دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او دپاسه پرې ژمی را روان دی۔

کارپوهان وايي په داسې حال کې چې افغانستان کې خلک د معاش ګټلو،وسيلو او تنخواګانو ترلاسه کولو پورې حېرانه دي،د امريکا دغه بشري مرستې يو غوره ګام دی خو د افغان اولس ټولنیزو او معاشي ستونزو هوارولو لپاره د طالبانو حکومت په رسمي ډول پېژندل او د نورو ملکونو سره تجارت کول مهم دي۔

دوئ وايي بايد طالبان د ټولشموله حکومت جوړولو او د بشري حقونو خوندي کولو په اړه د نړيوالې رورولۍ غوښتنې ومني چې نړیوال قوتونه دوئ سره د نورو مالي مرستو کوولو ترڅنګ تجارتي، سفارتي او سياسي اړيکي جوړې کړي۔

د امریکې د ملي امنيت وياندې ايميلي هورن ويلي، دخواوشا 144 ملينه ډالرو بشري مرستې به دغیر دولتي ادارو د لارې 18.4 میلينه ضرورتمندو افغانانو ته نېغ په نیغه ورکول کيږي چې پکې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې مېشت کډوال هم شامل دي۔

نوموړې ويلي، همکاران به يې په دغو مرستو د روغتيا، د سر دسيوري، په بېړني توګه دخوراک، اوبو او نورو ضروري شیانو د رانیولو تابیا کوي.

په کابل کې مېشت خبریال غلام جيلاني ځواک وي او ای ډيوه ته وايي د امريکا لخوا دغه بشري مرستې خو به د څه وخت لپاره د ځينو خلکو مشکل اسان کړي خو د هېواد اقتصاد ته وده نه شي ورکولی کوم چې د ځايي اولس معاشي حالت او ټولنیز ژوند ښه کولو لپاره مهم دی۔

" امريکا چې کوم اعلان کړی د 144 ميلينه ډالرو مرسته دا يو په ځائ اقدام دی او په هر ترتيب د نيشت نه ښه دی او افغانستان ضرورت لري چې هم داسې مرستې ورسره وشي، ليکن دغه نقدې مرستې خو حل نه دی، تر څو پورې به مرستې کوي او ترڅو پورې به افغانان د دنيا مرستو ته مختاجه وي"

دهغه په نظر "د دې ستونزې اساسي حل دادی چې دافغانستان حکومت په رسميت وپېژندل شي افغانستان سره راکړه ورکړه شروع شي او د افغانستان سره تجارت بېرته شروع شي"

د امریکې د ملي امنيت وياندې دا هم ويلي چې ددې مرستو سره به په کال 2021 کې د امریکې لخوا د افغانستان او په سيمه کې د افغان کډوالو مرستې 474 ملينه ډالرو ته ورسي، کومې چې دبل هر هېواد نه زياتې ورکړی شوې مرستې دي۔

د طالبانو حکومت په رسمي ډول دپېژندلو او د افغان اولس سره د نړۍ لخوا دنورو مالي مرستو کولو په اړه دپېښور پوهنتون دنړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي ای ډيوه ته وايي دغه دواړه کارونه په هغه صورت کې کېدای شي چې کله افغان طالبان د نورو هېوادونو غوښتنې ومني۔

" نزدې ټولې نړۍ طالبانو لپاره دغه شرطونه ایښودي دي، يو خو دا وايي چې تاسو ټول شموله حکومت جوړ کړئ ،بيا دویمه د بشري حقونه دې مراعات کړي خو بيا که مونږ وګورو نو دوئ (نړۍ) دا ددې سره تړي چې افغانستان کې کله داسې حکومت راجوړ شي چې هغه ټول شموله وي نو بيا مونږ به دا ګورو چې او طالبان اوس په دې وخت کې ريښتوني دي او مونږ دوئ منو"

نوموړی وایي کله چې نړۍ طالبان په رسمي توګه وومني نو بیا دا ملکونه ورسره تجارت هم کولی شي سياست هم کولی شي او خپلې سفارت خانې هم پرانستې شي.

ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې خبردارې ورکړی چې د جنګ ځپلي افغانستان نزدې 40 ميلينه ابادې کې 8۔22 ميلينه خلک د نومبر مياشتې څخه د خوراک د کمي سره مخ کېدلی شي۔

ملګرو ملتونو ويلي، په دغه شمېره کې 3.2 ملينه هغه ماشومان دي چې عمرونه يې د پينځوؤ کالو نه کم دي، د روان کال د اخرې پورې به ورته سم خوراک نه ترلاسه کيږي۔


د اګست په 15مه افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ رامنځته کېدو وروسته امريکا د افغانستان څه د پاسه 9 اربه ډالره شتمنۍ کنګل کړي چې له امله يې د افغانستان اقتصاد سخت اغېزمن شوی دی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG