لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين د يو کمربند يو سړک په منصوبه کې بدلون راولي


سان فرنسېسکو _ د ماحولياتو د پاک ساتلو په غرض چين د اېشيا نه يورپ ته د يو کمربند يو سړک (بي آر ای) د لويې منصوبې د انفراسټرکچر په خورولو کې د ګرين اېنرجي د ضرورتونو سره سم بدلون راولي.

د بي آر ای نوې منصوبې چې د ماحولياتو خيال پکې ساتل کيږي د نزدې 70 ملکونو پام ځان ته راګرځولی چې د تجارت په بدل کې د اېشيا داقتصادي قوت نه نوی انفراسټرکچر ترلاسه کول غواړي.

د چين د 1.2 ټرېلين ډالرو اته کلنۍ منصوبه کې بدلون د ايرواېشيا ملکونو په ځينې برخو کې د مسلسل ليده کېدونکې لړې او لوګي نه وروسته راوستل کيږي چرته چې چين دغه منصوبه په مخه بيايي.

ياد هېواد چې په کور د ماحولياتو د خچنوالي پام ساتي په نوې بي آر ای کې د کويلې په ځای د ګرين اېنرجي کارول غواړي چې لوګی او خچنوالی کم کړي. دا به بيا هم د چين ايرواېشيا ته خورېدونکي تجارت ته وده ورکړي چې په ياده منصوبه کې نوي بندرونه، ريلوېز او د بجلۍ پيدا کولو پلانټس جوړوي.

د ای ايچ ايس مارکېټ ريسرچ د اېشيا پيسپېک مشر اقتصاد پوه راجيو بېسواس وايي “د چين د بي آر ای په اړه بدلېدونکې تګلاره چې دا منصوبه نوره هم د ماحولياتو مطابق کړي د هېواد ژمنه څرګندوي چې د کال 2060 پورې د لوګي او خچنوالي کچه صفر ته راوړي او دغسې به په کورني اقتصادي برخو کې هم وکړي”.

د بېلټ اينډ روډ منصوبه د ترقي پذير ملکونو لکه قازقستان او پرمختللي هېواد لکه پورتګال ته په اقتصادي برخه کې ګټې ورکوي چې په بله خوا يې مقابل سپرپاور امريکا هم وارخطا کړې چې خپله داسې کومه منصوبه نه لري.

د امرېکن ريسرچ کونسل د خارجه چارو څانګې د تحقيق تر مخه په تاريخي توګهچين د فاسېل انرجي په منصوبو کې سرمايه کاري کړې چې د کال 2013م نه يې په نورو ملکونو کې پرې په بيلينونو ډالرې لګولي.

خو د ملېشيا د سي ای ايم بي بېنک اقتصادپوه سانګ سېنګ ون وايي غريب ملکونه به د دې د لاسه د فشار لاندې راځي ځکه چې هغه د خپلو خلکو د بنيادي ضرورتونو خيال وساتي که په ماحول غمجن شي او وايي بنيادي ضرورتونه لومړيتوب لري.

هغه وايي “او د ماحولياتو مسله ډېره مهمه ده خو زه فکر کوم ډېر خلک په دې نهدي خبر چې دا نوي د کويلې پلانټونه څومره د کار څيز دی او وبه وايم چې مونږ ته د هر څه توله ساتل پکار دي”.

رپورټ وايي د کال 2014 نه تر 2017 پورې د بي آر ای منصوبې ته نزدې 90% سرمايه غټو چيني بېنکونو د فاسېل اينرجي د پاره ورکړې. چين يواځې په کال 2016 کې د کويلې 240 پلانټونه د فاسېل فيول لګولي چې د ټولې سرمايې 40% برخه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG