لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې ښځې خبريالانې په ځانګړي ډول د ان لاين يا انټرنېټ د لارې ځورول کيږي


په پاکستان د کې د مطبوعاتو د ازادۍ او جرنلسټانو د حقونو او اظهار رای د ازادۍ دپاره کار کوونکو ادارو ویلي، په پاکستان کې روان کال او په تيرو درېو کلونو کې په ځانګړي ډول جرنلسټان ان لاين يا د انټرنېټ د لارې ځورول شوي، دوی ته دهړکې ورکړل شوي، وهل ټکول شوي، بريدونه پرې شوی او مقدمې پرې درج شوي دي.

په پاکستان کې د (پاکستان پرېس فريډيم، پي پي اېف) نومې ادارې ويلي، په پاکستان کې مطبوعات په سختو حالاتو کې کار کوي او دغلته د هر لوري نه په صحافت بريدونه کيږي.

پي پي اېف په کال 2021 کې په پاکستان کې د صحافیانو ځورولو په اړه جاري کړي رپورټ کې ویلي، په ملک کې د صحافيانو اغوا کولو، وهلو ټکولو، نیولو او ځينو نورو پېښو کې د وژنو پورې بريدونو دوام درلود، او ورسره د ټولنيزو رسنیو د لارې هم صحافيان د ان لاين بريدونو ښکار پاتې شوي دي.

ويل شوي ان لاين صحافيان اکثره د خلکو لخوا د کرکې، دهړکو او بدسلوکۍ ښکار شوي، او په دغه کار کې د پاکستان د موجوده حکومت (تحریک انصاف ګوند په حکومتي) غړو تور لګول شوی چې دوی په دغه کار کې شامل پاتې شوي دي او په ځينو وختونو کې په ټویټر د هېش ټېګ يا ټرېنډ چلولو يادګېرنه هم شوې ده.

پرېس فريډم په پاکستان کې د مطبوعاتو د څيړنې، روزنې او پرمختيا دپاره کار کوي.

د صحافت او اظهار رای د ازادۍ دپاره کار کوونکې ادارې فريډم نېټ ورک نومې ادارې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (لومړي نومبر) خپور کړی رپورټ کې ويلي، په پاکستان کې په تيرو درېو کالونو کې د سايبر جرمونو ضد قانون او د الېکټرانيکي جرمونو د مخنيوي قانون د صحافيانو او مالوماتو کار کوونکو پرضد استعمال شوي دي او هغه صحافيان پکې په هدف کړی شوي چې ان لاين يا د انټرنېټ د لارې يې جرنالزم کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي د 2019 نه تر 2021 پورې د ياد قانون پرضد خبرې کوونکو کسانو کې د 56 فيصدو پرضد مقدمې جوړې کړی شوي او 70 فيصده پکې نيول شوي دي.

د رپورټ ترمخه دا څيړنه د 23 جرنلسټانو د قضيو په بنیاد شوې ده.

د فريډم نېټ ورک مشراقبال خټک ويلي، په پاکستان کې د روايتي مطبوعاتو په ځای خبريالان زياتره د خبرونو دپاره ان لاين بڼه کاروي، خو دغلته بيا د ان لاين لارې ليدلي شوي چې د جرنلسټانو پرضد قانون کاريږي او ډيجيټل کمپاينونونه چلول کیږي.

هغه ویلي د سايبر جرمونو ضد قانون او د الېکټرانيکي جرمونو د مخنيوي قانون د جرنلسټانو د ويرولو او هغوی د غږ خاموشه کولو دپاره کارول شوی دی چې دوی ان لاين جرمونه کړي دي.

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د صحافيانو پرضد قوانين زياتره په پنجاب او اسلام اباد کې کارول شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي د جرنلسټانو پرضد زيات شکایتونه داسې شوي چې جرنلسټانو په پوځي او استخباراتي ادارو ادارو نيوکې او تنقيدونه کړي دي.

پي پي اېف په خپل رپورټ کې د درېو ښځينه جرنلسټانو غريده فاروقي، بېنظير شاه او عاصمه شېرازي یادونه کړې چې د دوی پرضد ان لاين کمپاينونه چلېدلي دي.

دا رپورټونه په داسې حال کې خپاره شوي چې په دوېم نومبر د جرنلسټانو پرضد جرمونو کې ککړو کسانو ته د استثنا د خاتمې نړيواله ورځ نمانځل کيږي.

په پاکستان کې په حکومتي کچه په سمدستي ډول دغه رپورټونو ته کوم غبرګون نه دی ويل شوی خو له دې وړاندې وزیراعظم عمران خان په خپله او د تحریک انصاف د حکومت وزیرانو وخت په وخت په ملک کې د مطبوعاتو د ازادۍ دعوې کړي چې په پاکستان کې مطبوعاتو او جرنلسټان د بل هر ملک نه ازاد دي.

دغه ډول د تحریک انصاف په حکومت داسې تورونه لګېدلي چې د ټولنيزو رسنیو د لارې يې په منظمه توګه د جرنلسټانو پرضد کمپاينونه چلولي او په ځانګړي ډول ښځينه جرنلسټانې ځورول شوي او دهړکې ورته ورکړی شوي دي.

خو د تحریک انصاف حکومت بيا وخت په وخت دغه تورونه هم رد کړي دي.

په وروستیو کې د غیر دولتي ادارې انسټیټیوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ په کليز رپورټ کې ویل شوي چې کال 2020 - 21 کې د پاکستان د ډېجټل مېډيا ازادي د حکومتي قوانینو او د اظهار ازادۍ ته دپېښو ګواښونو له کبله اغېزمنه شوې ده.

د ياد رپورټ ترمخه که څه هم په پاکستان کې د کرونا د نړیوالې وبا پر مهال انټرنيت ته په لاس رسي او ددې په استعمال کې په محدوده کچه کاميابي ترلاسه شوې خو ډېجټل ویش د هېواد ښځې، مذهبي اقليتونه او پسمانده ډلې زياتې اغېزمنې کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG