لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوينټي نړيوال کپ: د هند مهمه لوبډله به سيمي فاينل ته څنګه ورسي؟


د ټي ټيونټي په نړیوال کپ کې د هند د کرکټ لوبډله چې تکړه لوبډله يادېده، دوه سيالۍ يې کړي او دواړه یې بايللي دي، اوس به څنګه وشي چې د هند لوبډله به څنګه سيمي فاينل ته ورسي؟.

هند په لومړۍ سيالۍ کې د پاکستان او په دوېمه سيالۍ کې د نیوزي لېنډ د لوبډلې ماتې خوړلې وه.

د هند د لوبډلې چې اوس درې نورې سيالۍ پاتې دي، په درېم نومبر به د افغانستان، په پينځم نومبر د اسکاټ لېنډ، په اتم نومبر به د نيميبيا لوبډلې سره مخامخ کيږي.

په ګروپ دوېم کې شاملو لوبډلو کې به دوه لوبډلې سيمې ته فاينل ته رسي.

په ياد ګروپ کې دا وخت د پاکستان لوبډله چې درې سيالۍ يې کړي او درې واړه یې ګټلي، د شپږو پواينټونو سره په اول نمبر ده، په دوېم نمبر د افغانستان لوبډله ده، درې سیالٍۍ يې کړي دوه يې ګټلي او يوه یې بايللې ده، څلور پوانټونه يې ګټلي دي.

نيوزي لېنډ او نيميبيا دوه دوه سيالۍ کړي، يوه يوه يې ګټلې، او هند او سکاټ لېنډ دوه دوه سيالۍ کړي او دواړه یې بايللي دي.

هند به څنګه سيمي فاينل ته ورسي؟

هند که سيمي فاينل ته رسي، پاتې درې واړه سيالۍ به ورته ګټل وي او که يوه لوبه بايلي سيمې فاينل ته د رسېدو څخه به پاتې کيږي، او که درې واړه ګټي سيمي فاينل ته رسېدی شي.

خو د درې واړو سياليو ګټلو په صورت کې به يې هم سيمې فاينل ته د رسېدو اډاڼه د افغانستان او نيوزي لېنډ په مقابله وي.

د نيوزي لېنډ او افغانستان په سیالۍ کې که څوک ګټه ترلاسه کوي سيمې فاينل ته به رسي.

خو که د نيوزي لېنډ لوبډله خپلې پاتې درې واړه سيالۍ ګټي، نو که بيا د هند لوبډله درې واړه سيالۍ وګټي هم، نو د سيمې فاينل د زغل نه به بهر کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG