لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټي ټوینټي نړيوال کپ: نیميبيا ته په ماتې ورکولو پاکستانۍ لوبډله سيمې فاينل ته رسېدلې


د کرکټ په روان نړيوال شل اووريز جام/ کپ کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د نيميبيا لوبډلې ته ماتې ورکړې او سيمې فاينل ته رسېدلې ده.

د نيميبيا سره په سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې لومړی بيټنګ کړی او مخالفه ډلې ته يې د 190 رنزونو هدف ورکړی وو.

او بيا د نيميبيا لوبډلې د ټاکلي هدف په ځواب کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو 144 رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستان په ګروپ ټو يا دوېم کې تراوسه څلور سيالۍ کړي او څلور واړه یې ګټلي دي.

پاکستان په لومړۍ سيالۍ کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

په دوېم کې يې نيوزي لېنډ او درېمه سيالي یې د افغانستان د لوبډلې نه ګټلې وه.

په دوېم ګروپ کې پاکستان تر ټولو زيات پواينټونه ترلاسه کړي په لومړي سر دی او په بل ګروپ کې بيا د انګلېنډ لوبډلې زيات پواينټونه اخستي دي.

XS
SM
MD
LG