لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان سره دمرستو پلوي دی که هند سره خپله تربګني پالي؟


پاکستان کې څېړونکو د هېواد دقامي سلامتيا د مشاور معيد يوسف هغه بيان غیر ضروري او غېر سفارتي ګرځولی چې پکې نوموړي ویلې وؤ چې هغه به د نومبر په لسمه نېټه د هند دسیورى لاندې د افغانستان په اړه د ګاونډى هېوادونو په کانفرس کې ګډون ونکړي.

معيد يوسف د تېرې نهې په ورځ اسلام اباد کې خبرى غونډې ته ویلي وؤ چې دامن عمل ته زيان رسوونکي کله هم د امن لپاره کار نه شي کولی.

څېړونکي وايي پاکستان په افغانستان کې دنړۍ بشري مرستې هم سياسي ګڼي.

هند دنومبر په لسمه نېټه د چين، پاکستان، ایران، روس او تاجکستان په ګډون د سيمې نورو هېوادونو دقامي سلامتيا مشيرانو ته د افغانستان په وضعیت د سلا مشورو لپاره د ګډون بلنه ورکړه ده.

اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال معيد يوسف يوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وؤ چې هغه به په روانه میاشت کې د هند دسيوري لاندې د افغانستان په اړه کانفرنس کې ګډون نه کوي.

پاکستان کې د نړیوالو چارو څېړونکي د پاکستان دقامي سلامتيا د مشاور دغه بیان غیر سفارتي ګرځوي او دريځ ورکوي چې داسې خبرې به پاکستان په سيمه او نړۍ کې لا نور يوازې کړي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي پاکستان له به دا خبره سپينول وي چې ایا هغه په افغانستان کې د مداخلت او که د افغان اولس سره د بشري مرستو تګلاره لري.

هغه وايي زما په اند پاکستان په دې وخت کې د افغان اولس سره بشري مرستې هم سياسي ګڼي.

نوموړی وايي پاکستان ګڼي چې د افغانستان په رامخې ته کېدونکو حالاتو کې هند ته ستر کردار پاتې کېږي.

دی وايي د هند په شمول هر هیواد دا مهال د افغانستان سره د بشري مرستو خبرې کوي او زیاتوي که چېرې پاکستان سبا نړۍ ته د افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه کوي نو دا به هم نه شى کولی.

دنوموړي په وینا دپاکستان دقامي سلامتيا مشير ته په دې ډول دغه کانفرنس کې د ګډون نه کولو دا خبره نه وه کول پکار او ددې نورې هم لارې وې.

ډاکتر خورشید وايي زما په خيال د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره نړۍ ته ښکاره کېږي. د پاکستان دا تګلاره په افغانستان کې د مداخلت ده او دا د رابطو تګلاره نه ده ځكه چې دوئ د افغانستان په همه چارو کې د سر کردار لوبول غواړي.

د هند لخوا د افغانستان په اړه دا کانفرنس په داسي وخت کې کېږي چې د راپورونو ترمخه افغان اولس د بشري ناورين سره مخامخ دي او خلک د خوراک د کمى ښکار دي.

ددې ترڅنګ افغانستان کې نړیوالې ترهګرې ډلې داعش خراسان هم د طالبانو او د افغانستان د مذهبي لږکيو پرضد دبریدونو لړۍ چټک کړې ده.

طالبانو د تېر اګست په میاشت کې د کابل په ګډون د هېواد په زياترو برخه قبضه کړې او اوس هڅه کوي چې نړۍ د دوئ حکومت په رسميت وپيژني.

د امریکا په ګډون دنړۍ نورو هېوادونو لا هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی منلی خو پاکستان په نړۍ ټينګار کوي چې د طالبانو سره دې په بشپړ ډول اړیکې غوڅې نه کړي.

د هند د سيوري لاندې د افغانستان په اړه د ګاونډى هېوادونو دا کانفرنس په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې کال 2016 کې د هندي کشمیر په پټهان کوټ کې د ترهګریز برید وروسته خرابې شوې دي.

د نړیوالو اړيکو د چارو څېړنکار ډاکټر سرفراز خان ډيوه سره خبرو کې د هېواد د قامي سلامتيا د چارو د مشاور معيد يوسف بیان غېر سفارتي او بې ځایه بولي.

هغه وايي په دې سخته شېبه کې چې څوک هم د افغان اولس بشري مرستې کوي د هغوى ډاډ او هرکلی کول پکار دي.

هغه وايي دا وخت افغان اولس د ولوږې او د ژوند د کشمکش سره مخامخ دی او په دې وخت کې داسې بيان ورکول نه يوازې د افغان اولس کار خرابول دي بلکې پاکستان چې له وړاندې څخه په نړۍ کې يوازې شوی دی دداسې کړنو له امله به نور هم یوازې شي.

هغه وايي د معيد يوسف دا بیان داسې دی لکه چې سړی په کوم ښاخ ناست وي هم هغه ریبي.

ډاکټر سرفراز وايي دده په اند د پاکستان دا دريځ نه خو د افغانستان په مفادو کې دی اؤ نه هم دپاکستان او سيمې په ګته دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG