واشنګټن ـــ د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر تر څه کم یو کال بند وروسته له لسو نورو کسانو سره په رسمي توګه د ریاستي ادارو خصوصاً د پوځ په ضد د ویناوو په مقدمه کې تورن کړی دی. دا په تېرو دوو میاشتو کې دویمه مقدمه ده چې په بنیاد یې پر علي وزیر فردِ جرم لګېږي.
د ترهګرۍ عدالت قاضي له علي وزیر سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ لس نور کسان نورالله ترین، بصیرالله، احسان الله، شېر ایوب خان، محمد شېر خان، جاوید رحیم، محمد طاهر عرف قاضي طاهر، ابراهیم خان، نعمت الله عرف عادل شاه او محمد سرور هم مجرمان بللي دي.
د شورو- چارشنبې په ورځ د مقدمې د اورېدنې په مهال عدالت د سرکاري وکیل له خولې وویل، پولیسو د تېر کال د دسمبر پر شپږمه معلومات تر لاسه کړي وو، چې تورنو کسانو د کراچۍ په سوراب ګوټ کې د حکومت له اجازې پرته جلسه کړې وه او هلته یې د ریاستي ادارو په ضد خبرې کړې وې.
پولیسو هغه مهال د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین، د قومي اسمبلۍ د بل غړي محسن داوړ، محمد شفیع او هدایت الله پښتین په ضد د غدارۍ مقدمه درج کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې دوی خلک د ریاست په ضد جګړې ته پارول او د امنیتي ځواکونو په ضد یې نامناسبه ژبه کاروله.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د عدالت پر پرېکړه نیوکه کړې او وایي حکومت له توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک سره پټ تړون کړی چې په تېرو ورځو کې یې اووه پولیس وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي خو علي وزیر په جلسه کې د وینا په تور له تقریباً یوه کاله راهیسې بندي دی.
د دې مقدمې د اکتوبر د میاشتې په وروستۍ اورېدنه کې د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت منظور پښتین، محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري مجرمان اعلان کړل.
د علي وزیر وکیل قادر خان او په دې مقدمه کې شاملو نورو کسانو پر دوی لګېدلي تورونه رد کړي دي. عدالت سرکاري وکیل ته امر کړی چې د نومبر پر 20مه د مقدمې په بله اورېدنه کې خپل شواهد وړاندې کړي.
عدالت پر تورنو کسانو د قانون د مختلفو دفعو په بنیاد فردِ جرم لګولی دی، چې په دغو کې د جرم دسیسه، د پاکستان په ضد خلک جګړې ته پارول، د جرمونو تر سره کولو سازش، غداري، خلک شر ته پارول، مختلفې ډلې دښمنۍ ته هڅول، د ولسي فساد لپاره بیانونه ورکول او نورې دفعې شاملې دي.
په دې مقدمه کې دا مهال یواځې علي وزیر د تېر کال د دسمبر 16مې نېټې راهیسې په زندان کې دی خو نور ټول کسان په ضمانت باندې ازاد ګرځي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په وار وار د علي وزیر د خوشي کېدو لپاره احتجاجي مظاهرې کړې دي، خو له دې سره سره پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند هم له حکومته د علي وزیر د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان د شورو- چارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، پرېکړه یې کړې ده چې د علي وزیر د خوشي کېدو لپاره به ځانګړی تحریک چلوي:
"علي وزیر ولې په جېل کې دی ځکه چې هغه پښتون دی، د پارلمان یو پښتون غړی ځکه په جېل کې دی چې هغه په ازادۍ سره د اظهار د حق غوښتنه کوله او د پاکستان آیین دا حق هر وګړي ته ورکوي، عوامي نېشنل ګوند به زر د علي وزیر د خوشي کېدو لپاره یوه تګلاره وړاندې کړي".
د یادونې وړ ده چې د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت علي وزیر په تېره ستمبر میاشت کې په یوه بله مقدمه کې هم په رسمي توګه تورن کړی وو خو هغه له دغو تورونو انکار کړی وو.
د علي وزیر، محسن داوړ او نورو ملګرو په ضد یې دا مقدمه د 2018م کال په مې مياشت کې د کراچۍ په شاه لطیف ټاون تاڼه کې جوړه شوې وه. دغه مقدمه هغه وخت درج شوې وه چې پي ټي اېم په کراچۍ کې د يوې جلسې دپاره د ښار په مختلفو سیمو کې کمپېن کاوه.