د کرکټ د نړيوال شل اووريز جام/ کپ په سياليو کې د هند لوبډلې تيره شپه افغان لوبډلې ته په 66 رنزونو ماتې ورکړې او خپله لومړۍ سيالي يې ګټلې ده.
د افغانستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو د هند لوبډلې ته سیمې فاينل ته د رسېدو موقع په لاس ورغلې خو په هغه صورت کې چې د افغانستان لوبډله د نيوزي لېنډ نه خپله سيالي وګټي او هند په راتلونکو دوه سياليو کې رن رېټ سېوا کړي او سيالۍ وګټي.
تيره شپه په ابوظهبي کې ترسره شوې د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ سیالۍ پچه/ ټاس افغان کپتان محمدنبي ګټلی او هند ته يې لومړی بيټنګ ورکړی وو.
د هند لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په دوه لوبغاړو سوځېدو 210 رنزونه جوړ کړي او د افغانستان لوبډلې یې بيا په ځواب کې په اووه لوبغاړو سوځېدو 144 رنزونه جوړ کړي وو، او هند په 66 رنزونو دغه سيالي ګټلې ده.
هند له دې وړاندې دوه سيالۍ کړي په يوه کې يې د پاکستان او په بله کې يې د نيوزي لېنډ نه ماتې خوړلې وه.
بل لور ته افغانستان څلور سيالۍ کړي دوه يې ګټلي او دوه یې بايللې دي.
هند به په راتلونکو دوه نورو سياليو کې په پينځم نومبر د اسکاټ لېنډ او په اتم نومبر د نيميبيا لوبډلې ته مخامخ کيږي.
د هند لوبډلې چې د افغان لوبډلې نه په ډېرو رنزونو سيالي ګټلې ايا اوس به وکړی شي چې سيمې فاينل ته ورسي؟.
دا به هغه وخت کيږي چې د نيوزي لېنډ او افغان لوبډلو ترمنځ سیالي افغان لوبډله وګټي او بيا د هند لوبډله په ډېرو رنزونو خپلې دواړه سيالۍ په ډېرو رنزونو وګټي د رن رېټ په حساب ورته لار جوړېدی شي چې سیمې فاينل ته ورسي.
په ګروپ دوېم کې د پاکستان لوبډله د لومړۍ نه سيمې فاينل ته رسېدلې ده.
پاکستان تراوسه پورې څلور سيالۍ کړي او څلور واړه یې ګټلي دي، پاکستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې هند، په دوېمه کې نيوزي لېنډ، په درېمه کې افغانستان او په څلورمه کې د نيميبيا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.