لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: له ایران سره اټومي خبرې به د نومبر په ۲۹ نېټه پیلېږي


واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د شورو یا چهارشنبې په ورځ دا تایید کړه چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه اوم پړاو خبرې به د نومبر په ۲۹ نېټه د اسټریا په پلازمېنې ویانا کې پیل شي.

پرایس وویل، "مونږ به اوم دور خبرې د نومبر په ۲۹ نېټه د ګل یا دوشنبې په ورځ بیا پیل کړو، د ایران لپاره ځانګړی استازی مالي به د امریکا لخوا دا خبرې پر مخ وړي."

خبرې به د ایران او د تړون د پاتې اصلي شریکانو ترمنځ وي او امریکا به په غیر مستقیمه توګه پکې ګډون کوي او مالي به د امریکايي پلاوي مشري کوي.

پرایس وویل، "مونږ په ښکاره وویل، خبرې که بریالۍ شي او که مونږ په پاتې مسلو توافق ته ورسېږو نو دا خبرې باید له هغه ځای پیل شي په کوم ځای کې چې په شپږم پړاو خبرو کې پاتې شوې وې."

د ایران لوړ پوړي اټومي مرکچي علي باقري کاني هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي وو چې خبرې به بیا پیل شي.

هغه لیکلي وو، "مونږ په دې موافقه کړې چې مذاکرات به دې لپاره پیلوو چې په ویانا کې د نومبر په ۲۹ نېټه غیر قانوني او غیر انساني بندیزونه لېرې شي."

د اروپايي ټولنې استازي اینرېک مورا د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو او بیا د اروپايي ټولنې، روسیې، چین او د تړون د نورو غړو سره د خبرو لپاره په منځګړیتوب کې مرسته کړې ده.

د دغو خبرو موخه دا ده چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون بېرته پر ځای پاتې شي.

د امریکا تېر ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دغه تړون څخه ویستلي وه او په ایران باندې یې بندیزونه لګولي وو.

د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن وویل، چې امریکا به بېرته له دغه تړون سره یو ځای شي کله چې تهران د تړون له مخې د اټومي وسلو د پراختیا ټول محدودیتونه ومني.

د ایران د اټومي تړون منل دا معنی لري چې په ایران به ټول لګول شوي بندیزونه چې ددغه هېواد اقتصاد یې له ستونزو سره مخ کړی بېرته لېرې شي.

XS
SM
MD
LG