لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د سوریې په مرکز او ختیځ کې بریدونه زیات کړي دي


واشنګټن – د سیمیزو راپورونو له مخې، داعش پورې تړلو ترهګرو د سوریې په ختیځو او مرکزي برخو کې په دې وروستیو ورځو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

سیمیزۍ نارت پریس ایجنسۍ په یو راپور کې ویلي،‌ لږ تر لږه د سوریې دوه حکومتي سرتیري د ګل یا دوشنبې د ورځې په برید کې چې د سوریې په مرکزي لرغوني ښار پلمېرا کې ترسره شوی وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، اورپکو په هغې پوستې باندې برید کړی وو چې د سوریايي پوځیانو لخوا یې ساتنه کېدله.

سیمیز راپورونه وايي، تر دې دوه ورځې وړاندې لږ تر لږه د سوریې اوه حکومتي سرتیري او ایران پلوې ملېشې د سوریې په ختیځ کې د داعش په دوه جلا بریدونو کې وژل شوي وو.

داعش اورپکو په سوریې او عراق کې د خپلو مخالفینو پرضد لوی بریدونه پیل کړي که څه هم ټوله هغه ځمکه یې له لاسه ورکړې کومه چې یو وخت په ولکه کې وه.

دغه ډله په ځانګړې توګه د سوریې په بدیه دښته کې ډېره فعاله شوې هغه ځای چې د حکومتي ځواکونو او ایران روسي پلوو ملیشو لخوا کنټرولېږي.

روسیه او ایران د سوریې د بشار الاسد د رژيم له دوو مهمو ملاتړ کونکو څخه دي.

برتانیه مېشته د سوریې د بشری حقونو د څآر‌ ډله وايي، "بدیه دښته اوس په سوریه کې ډېره په زړه پورې ده."

د دغې ډلې مشر رامع عبدالرحمن ویلي، "دا هغه سیمه ده چې د رژیم تر ولکې لاندې سیمه د ترکي پلوو ډلو د کنټرول له سیمو سره نښلوي."

د داعش د بریدونو د زیاتېدو په غبرګون کې روسي الوتکو د ګل یا دوشنبې په ورځ د اورپکو په پټنځیو باندې لږ تر لږه ۱۵ هوايي بریدونه کړي.

د عمر ابو لیلا په نامه د ډیر ازور ډلې مشر وايي، د داعش د بریدونو اوسنی زیاتوالی د دوو هدفونو لپاره شوی.

"یو دا چې دوی د خپلو جنګیالیو د مورال لوړولو یوه هڅه ده چې خپلو ملاتړو وښيي چې دغه ډله اوس هم د هرې مخالفې ډلې په وړاندې د خونړیو عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري"

دی وایي، دوهم دلیل یې دا دی چې،‌ "دوی هڅه کوي چې د ایراني ځواکونو د اکمالاتو لاره پرې کړي چې د عراق له پولې څخه نیولې بیا په حمس کې د شیرات هوايي اډې پورې."

داعش همدارنګه د امریکا تر ملاتړ لاندې د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو تر ولکې لاندې د ځینې سیمو کنټرول هم لري.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو لخوا په اکټوبر کې د داعش پرضد ۲۱ عملیات ترسره شوي دي چې د امریکا د ایتلافي ځواکونو لخوا یې ملاتړ کېده په کومو کې چې د داعش ۵۱ کسان نیول شوي دي.

ایتلاف په ټویټر باندې لیکلي وو، "دا ګډ عملیات زمونږ د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي چې د سوریې په شمال ختیځو برخو کې د داعش د حضور پر ضد ترسره کېږي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG