لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتي منیب:دحکومت اؤ تحریک لبیک دتړون ضمانت هغه چا کړی چې دضمانت واک لري


پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک اؤ حکومت ترمنځ روغه جوړه کې مهم کردار ادا کوونکی مذهبي عالم مفتي منیب الرحمان وایي دا ځل ددې تړون ضمانت هغه چا ورکړی دی چا سره چې دضمانت اختیار دی.

هغه دچا نوم نه دی اخستی چې اختیار چا سره دی خو په پاکستان کې څېړونکي اؤ مطبوعات تورونه لګوي چې دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمنځ شوي تړون کې دهیواد دطاقتور پوځ لاس دی.

دتحریک لبیک لخوا دحکومت په ضد دتشدد نه دډک احتجاج په مهال تیره اوونۍ دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمنځ دشوي تړون جذئیات لا تر اوسه دمیډیا اؤ ولس نه پټ ساتل شوي دي.

مفتي منیب الرحمان وي او ای اردو ته ویلي دي په تړون کې دا خبره راغلې ده چې په دې به زیاتې خبرې نه کیږي بلکې کوم عمل چې پرې کیږي هغې ته به کتل کیږي.

دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمنځ دجوړجاړي په مهال دپوځ سرلښکر سره دلیدنې په اړه مفتي منیب وویل ددغه لیدنې دپاره ورسره یو ملګري رابطه کړې وه.

د وي او ای اردو په رپورټ کې دمفتي منیب له خولې ویل شوي ددې لیدنې په اړه بیا ،بیا داسېپوښتنې کیږي لکه چې داسې په وړومبي ځل شوي وي.

دهغه په وینا” ټوله نړۍ کې دجوړجاړي دپاره داسې تماسونه کیږي ایا د طالبانو اؤ امریکې ترمنځ خبرو اترو کې رابطه کار نه ؤ”

دجنرل قمرجاوید باجوه سره دلیدنې په اړه دهغه وینا وه دلیدنې نه داسې تاثر راولاړ شو چې هغه چې (جنرال باجوه)داستونزه له وینې توئیدو اؤ اؤ وژنو ربړؤنو نه پرته هوارول غواړي.

هغه وایي پوځ د ریاست اداره ده “چاته چې مونږ اسټیبلشمنټ وایو هغه دسول اؤ پوځي استازو دواړو نه جوړه وي ځکه به زه دا ویل غواړم چې ریاست مونږ مونږ ته باور راکړی چې په تړون به عمل کیږي”

دخبري ادارې رائټرز په یو رپورټ کې ویل شوي چې ناقانونه ډلې تحریک لبیک حکومت ته په مبینه ډول راتلونکي کې دتشدد د سیاست نه د ډډې کولو اؤ دفرانس دسفیر هیواد نه د ویستلو دغوښتنې نه دلاس پسر کیدو باور ورکړی دی.

خو مفتي منیت وایي چې تحریک لبیک دفرانس دسفیر د ویستلو معامله پارلمان ته سپارلې ده اؤ پارلیمان چې پخپل دانش کومه پرېکړه کوي هغه به قبلوي.

په ميډيا،ټولنيزو رسنيو،قانون پوهانو او دحکومت مخالفه سياسي ګوندونو د پارليمان غړو لخوا د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف حکومت باندې دلاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک لبېک سره دشوي تړون په پټ ساتلو کلکې نيوکې روانې دي۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG