لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان چې د کوم څيز نوټس اخلي ګراني جوړيږي، مسلم ليګ ن


د پاکستان تحریک انصاف حکومت چې تيل نور ګران کړي، مخالفه ګوندونو په وزیراعظم عمران خان نيوکې پېل کړي او د مسلم ليګ ن يو مشر حمزه شهباز شريف ويلي، عمران خان چې د کوم څيز نوټس واخلي هغه ګرانيږي.

په پنجاب صوبه کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز دا خبره په داسې حال کې کړې چې حکومت د تیلو قيمتونه بيا سېوا کړي دي، او يو ليټر پټرول يې اته روپۍ او درې پېسې ګران کړي چې ورسره د پټرولو د يو ليټر قيمت 145 روپو او 82 پېسو ته رسېدلی دی.

وزيراعظم عمران خان په درېم نومبر د 120 اربه روپو د ريليف پېکج اعلان کړی او د تيلو ګرانولو خبره يې کړې وه.

مخالفه ګوندونو ويلي د وزيراعظم دغه ريليف ردوي.

مسلم ليګ ن ګوند ويلي، د پټرولو په بيعو کې سېوا والی ثابتوي چې حکومت ته د غريب هیڅ احساس نشته. د ولس خېر په دې کې دی چې عمران نيازي کور ته لاړ شي او نوره تباهي ونه کړي.

پاکستان پيپلز ګوند ويلي، حکومت دې په سمدستي ډول د پټرولو په قيمتونو کې کمی وکړي.

د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې شازيه مري ويلي، که عمران خان د پټرولو په قيمتونو کې اضافه واپس وا نه خسته نو داسې احتجاج (دمادم مست قلندر) وکړي چې حکومت به هم ټینګ نه شي.

عوامي نيشنل ګوند هم د پټرولو بيعې سېوا کول رد کړي دي، او د سېوا کړي قيمت بيرته اخستو غوښتنه یې کړې ده.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي، په تاريخ کې په لومړي ځل په پينځم تاريخ پټرول په نيمه شپه ګران کړی شو، يوه ورځ وړاندې اولس ته شنه باغونه وښودل شو په بله ورځ د نړیوالې مالياتې ادارې په خله اول بجلي او اوس پټرول ګران کړی شو او د اولس ژوند نور سخت په مشکلاتو کې واچول شو.

د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب خان شېر پاو ويلي، په نيمه شپه کې د پټرولو قيمتونه سېوا کولو کې ريکارډ اضافه کول اولس ته يو بل سخت ګوزار ورکړی شوی دی.

په پاکستان کې نزدې 20 ورځې وړاندې يو لیټر پټرول او نور تيل د ليټر په سر د 10 روپو نه زيات ګران کړی شوي وو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان درې ورځې وړاندې ويلي وو په نړيواله منډۍ کې تيل ګران شوي او دعوه يې کړې وه د سيمې د هېوادونو نه زياته ارزاني په پاکستان کې ده.

هغه ويلي وو که د تيلو بيعې نه سېوا کوي ملک د نورې خسارې سره مخامخ کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG