لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو د نړیوال سازمان مشر: افغانستان د بشري ناورین خواته روان دی


واشنګټن ـــ د خوراک نړیوالې ادارې په داسې وخت کې له افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته پیل کړې چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو یو اعلی چارواکی د بې کوره شویو افغانانو د خراب حالت د کتو لپاره په دوه ورځني سفر کابل ته تللی او وايي افغانستان د بشري ناورین خوا ته روان دی.

د خوراک نړیوالې ادارې له افغانو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته پیل کړې ده او اوس به تر څلورو میاشتو پورې هرې کورنۍ ته د میاشتې درې نیم زره افغانۍ ورکوي چې یواځې تقریباً 33 ډالره کېږي.

رپوټونه وایي دغه نغدې مرستې به تر څلورو زرو زیاتو کورنیو ته ورکول کېږي.

د کډوالو د نړیوال سازمان (ای او ایم) مشر انتونیو ویټورینو وایي را روان ژمی به لا د خلکو ستونځې زیاتې کړي، نو په ‌کار ده چې له مجبوره خلکو سره ژر تر ژره مرستې وشي. ښاغلي ویټورینو پرون له کابله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

"زه د افغانانو راتلونکي ته اندېښمن یم، څنګه چې ژمی په را رسېدو دی، په دې هېواد کې د انسانانو خراب حالت د لا نورو خلکو د بې کوره کېدو، زیانمېدو او کړاوونو سبب کېدای شي".

د خوراک نړیواله اداره وایي د دې پروګرام مقصد یې د غربت کمول او د کورنیو اقتصادي حالت ښه کول دي. په کابل کې د ډبلیو ایف پي یو چارواکی سمیع الحق الکوزی وایي:

"موږ به پر هره کورنۍ د میاشتې 3,500 افغانۍ وېشو او دا به د څلورو میاشتو لپاره یو بشپړ عمل وي".

د خوراک د نړیوالې ادارې دغه چارواکی وایي، په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره ډېر خلک دي چې د خوړلو، اغوستلو او د کور د تودولو لپاره څه نه لري.

په کابل کې د خوراک نړیوالې ادارې په دفتر کې د سلګونو افغانانو په منځ کې صغرا حسیني هم یوه افغانه مېرمن ده چې نغدې مرسته ورسره شوې ده، هغه وایي دا پیسې ډېرې لږ دي خو بیا هم دومره دي چې د کور اوړه پرې واخلي. صغر حسیني اې پي خبري ایجنسۍ ته ویلي:

"له کله راهیسې چې طالبان راغلي کارونه نه شته خصوصاً د ښځو لپاره، موږ ته د تعلیم، کار او روزنې حق نه راکول کېږي".

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ابادۍ 95 فیصده برخه له لوږې سره مخ کېدای شي او وایي دا وېره هم شته چې د هېواد د 97 فیصده خلکو ژوند د غربت تر کرښه لاندې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG