لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:داعش افغانستان کې له پیاوړي کیدو وروسته ګاونډیو هیوادونو لپاره هم ستر ګواښ دی


په پاکستان کې څېړونکي وايي داعش خراسان د افغانستان ترڅنګ د ګاونډي هېوادونو لپاره هم يو لوی ګواښ دی۔

دوئ وايي په افغانستان کې د داعش خراسان له پياوړي کېدلو وروسته دغه ډله به ارومرو د هند صوبې جوړولو دفلسفې په اساس د ګاونډيو هیوادونو مخه کوي چې له امله به يې د افغانستان ترڅنګ نزديو هېوادونو کې هم د امنيت وضع خرابه شي۔

دوئ وايي موجوده وخت کې افغان طالبانو سره دومره مالي، تيکنيکي او ځاني وسايل شتون نه لري چې په خپل هېواد کې د داعشيانو مخنيوي وکړل شي۔

د امريکا نيويارک ټائمز ورځپاڼې په خپل يو خبر کې وايي په افغانستان کې دداعش خراسان شتون د افغان طالبانو نوي حکومت لپاره مخ پر زياتېدونکی ګواښ دی۔

خو څېړونکي وايي د اسلامي دولت په دغه هېواد کي پياوړه کېدل نه يوازې د افغانستان لپاره بلکې د پاکستان ترڅنګ نورو ګاونډې هېودونو کې به هم د بد امنۍ سبسب ورګرځي۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي داعش خراسان سره د نورو وسله والو ډلو غړي هم کومک کوي،

هغه وايي القاعده به په افغانستان کې له پياوړه کېدو وروسته د هند صوبې د فلسفې مطابق د نورو ملکونو مخه ضرور کوي۔

" افغانستان د دوئ ړومبې هدف دی، او چې کله يې وهي نو بيا چې ددوئ کومه نظريه ده د هند صوبې نو بيا دوئ پاکستان ته هم راتللی شي، چين ته هم تللی شي او انډيا ته هم تللی شي او هم دغه علاقايي چې کوم کمانډران (وسله وال) دي هغه بيا دوئ هلته پکار راتللی شي"

څېړونکي وايي د القاعده دقوت کمېدو سره وروسته په عراق او شام کې د سلفي مسلک غړو داعش تندروه ډله جوړه کړه چې مقصد يې يو اسلامي خلافت جوړول دي۔

دوئ وايي په داعش خراسان کې د ټي ټي پي، يغيور، افغان طالبانو، ازبک، تاجک او چېچن وسله وال هم شامل شوي دي۔

پروفېسر ډاکټر عرفان اشرف وايس اف امريکا ډيوه ته وايي د داعش خراسان ډلې بنسټ په دې منطقه کې د تحريک طالبان پاکستان ځينو غړو ایښودلی او د پاکستان قبايلي سيمو کې د پوځي علمياتو له امله افغانستان ته د ورتلو وروسته ځايي کومک يې هم ترلاسه کړو۔

"په کال 2015-16م کې چې کله داعش خراسان جوړ شو نو دا رپورټونه راتلل چې په اورکزۍ ايجنسۍ کې کوم د ټي ټي پي کمانډر ؤ حافظ سعيد خان نو هغه ددې ړومبی مشر ؤ، او دا هغه د ټي ټي پي غړي وؤ د کومو چې خپلو مشرانو سره په څه خبرو اختلاف راغلی وو"

د اګست په 15مه په افغانستان د طالبانو واکمن کېدو وروسته داعش خراسان ډلې په دې هېواد کې دیو شمېر بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې ده۔

د نيويارک ټائمز د رپورټ ترمخه د 18م سپتمبر نه تر 28م اکتوبر پورې داعش خراسان په افغانستان کې دځانمرګي بريدونو په شمول لږ تر لږه 54 بريدونه کړي دي۔

د راپورونو ترمخه دغه وسله ولې ډلې په پاکستان کې هم د يو شمېر بريدونو مسؤليت په خپل سر اخستی دی.

د پېښور پوهنتون د سولې او دشخړو د مطالعې دڅانګې پروفېسر جميل احمد چترالي وي او ای ډيوه ته وايي موجوده وخت کې طالبانو سره دومره مالي او تيکنيکي وسيلې شتون نه لري چې د اسلامي دولت مخنيوی وکړل شي۔

" د دوئ د بهرتي کولو غريبه طبقه ده، مات شوي خاندانونه دي، جذباتي زلمی کول دی او دا ټول څيزونه په افغانستان کې هم هغه شان موجود دي، تریګني د روس، امريکا او چين، پاکستان او انډيا، ايران او سعودي عرب اوس هم هغه شان موجوده ده"

نوموړی وایي تر څو چې دا بېروني او اندروني عوامل ختم شوي نه وي نو څوک څنګه ويلی شي چې دترهګرۍ دپاره دغلته مېدان ختم شوی.

د ملګرو ملتونو اندازه ده چې په افغانستان کې داعش د 500 نه تر 1000 پورې وسله وال لري چې زیاتره د ملک په ختيزو او شمالي سیمو کې دي خو د دې ترڅنګ په کابل کې هم د داعش وړې ډلې شتون لري۔

په دې روستيو کې د امريکا د سینیټ د وسله والو ځواکونو قايمه کمېټۍ ته په اورونه کې ويل شوي وؤ چې په څرګند ډول مالوميږي چې داعش خراسان په بهرنيو هېوادونو کې د عملياتو لپاره د شپږو نه تر 12ؤ مياشتو پورې د خپل قوت سېوا کولو هڅې کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG