لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دترهګرۍ مقدمو کې دتحریک لبیک دګڼو مشرانو اؤ فعالینو ضمانتونه وشول


پاکستاني مطبوعات وایي حکومت ناقانونه تندروې مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دحکومتي تړون نه وروسته په لاهور کې دترهګرۍ دمخنیوي عدالت دترهګرۍ مقدمو کې ددغه ډلې دبندي ګڼو مشرانو اؤ فعالینو ضمانتونه منظور کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینې وایي حکومت دتحریک لبیک نه وروسته د پاکستاني طالبانو ډلې ټي‌ ټي‌ پي سره هم مذاکراتو کې منلې ده چې دهغوئ ۱۰۲ اسیران به له زندانونو خوشې کوي.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې لاهور کې دترهګرۍ دمخنیوي عدالت د تحریک لبیک ډلې د ګڼو مشرانو مولانا فاروق الحسن ،غلام غوث بغدادي،پیر ظهیر الحسن،مولانا شرف الدین ،انجنیر حفیظ الله علوي،مولانا عبدالرزاق ،محمدبدر منیر،فاري اشرف ،محمد اکبر،مظفر حسین،محمد عمر اؤ مزمل حسین ضمانتونه منظور کړي دي.

تیره میاشت لاهور کې دتحریک لبیک ډلې لخوا د تشدد نه په ډکو مظاهرو کې ګڼ شمیر پولیس عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ چې بیا دلاهور بیلابیلو ټاڼو کې دتحریک لبیک ډلې دیو شمیر مشرانو اؤ فعالینو په ضد دترهګرۍ مقدمې درج کړل شوې وې.

خو په ۳۱م اکتوبر حکومت اعلان کړی ړ چې تحریک لبیک ډلې سره یې لوظنامه وکړه ولې ددغه لوظنامې جزئیات یې له میډیا پټ ساتلي دي.

له دې وړاندې حکومت ټي اېل پي لاقانونه ګرځولې وه، د رياست ضد او د ترهګرۍ تورونه يې پرې لګولي وؤ اوځینو حکومتي چارواکو تر دې حده ویل وؤ چې تحریک لبیک ډله دهند د استخباراتي ادارې (را) سره اړيکې لري.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دجمعې په ورځ خپله اداریه کې لیکلي چې په یاده ډله د دومره تورونو لګولو باوجود دوئ سره معاهده وکړه. داسې ښکاري چې دا د قامي ګټو پرضد عمل دی.

پاکستان کې څېړونکي ،خبریالان اؤ حکومت مخالف ګوندونه دحکومت اؤ تحریک لبیک ترمنځ دسولې په شوي پټ تړون نیوکې کوي اؤ غواړي چې باید دا تړون پارلیمان ته د بحث دپاره وړاندې کړل شي.

لاهور کې دترهګرۍ دمخینوي محکمې د تندروه ډلې تحریک لبیک دمشرانو په ضمانت دپرېښودو دا امر په داسې حال کې کړی چې دتیر یو کال نه دپاکستان دپارلیمان غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر دکراچۍ په زندان کې دپاروونکې وینا په تورونو بندي دی اؤ محکمې یې په ضمانت دخوشې کولو څخه انکار کوي.

په عین حال کې د انګریزۍ ورځپاڼې دي نیوز خبریال مشتاق یوسفزي وي او ای ډیوه ته ویلي چې حکومت دپاکستاني طالبانو سره هم د روغې جوړې خبرې روانې کړي اؤ دهغوئ د۱۰۲ بندیانو په خوشې کولو رضا شوی دی.

پاکستاني طالبانو دهغه سوؤنو بمي چاودنو اؤ بریدونو پړه پغاړه اخستې چې په زرګونو امنیتي سرتیري اؤ عام وګړي پکې وژل شوي دي.

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ايډيټر (مدير) نويد حسېن وايي، "په ظاهره د ټي اېل پي او پي ټي اېم سره د حکومت مامله دوه مخې ښکاري، ځکه چې يوې غاړې ته ټي اېل پي د تشدد لاره خپله کړه، پوليس پکې ژوبل او مړه شو، حکومت د ټي اېل پي سره معاهده وکړه او ټول شرايط يې ورله ومنل، بل لور ته چې پي ټي اېم په پرامنه او جمهوري طريقې سره د خپلو حقوقو دپاره اواز اوچتوي، نو مشران يې په جېلونو کې اچول کيږي او د غدارۍ مقدمې پرې جوړول کيږي"

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "داسې ښکاري چې د حکومت پاليسي دوه مخې ده، د دواړو سره يو شان مامله نه کوي، خو د دې سره داسې ښکاري چې د پاکستان د ریاست د اولې ورځې نه دا طريقه پاتې شوې ده چې د مذهبي ګوندونو سره يو شان چليږي او د قام پرسته سیکولر ګوندونو سره بدله پاليسي ساتل کيږي هغو ته د شک په نظر کتل کيږي".

نويد حسېن وايي، د تحریک لبېک سره چې کومه معاهده وشوه ریاست د دغه لارې دا تاثر ورکړو چې د تشدد به ډاډګېرنه يا حوصله افزايي کيږي، او د پرامنه جمهوري طريقو سره به سختي کولی شي

څيړونکی شمس مومند وايي، په پاکستان کې د پخوا راهسې دوه مخې پاليسياني روانې دي، "که هغه د سياسي ګوندونو ترمنځه فرق وي، که هغه د ښه او بدو طالبانو په اړه د پاليسۍ تضادات وي او که اوس وکتل شي د ټي اېل پي او پي ټي اېم په شکل کې وګورئ، ټولې پاليسيانې دوه مخې وي، ځکه اولس اوس د حکومتونو په بيانونو باور نه کوي"

XS
SM
MD
LG