لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي روغتون په کوېډ څانګه کې لګېدلي اور لس ناروغان مړه کړي دي


د نومبر په شپږمه د احمد نېګر په یو روغتون کې د لګېدلي اور له کنټرول څخه وروسته اخېستل شوی انځور
د نومبر په شپږمه د احمد نېګر په یو روغتون کې د لګېدلي اور له کنټرول څخه وروسته اخېستل شوی انځور

واشنګټن – چارواکي وايي، د هند د مهاراشترا ایالت د یو روغتون په کورونا څانګه کې د اور لګېدنې له امله د خالي یا شنبې په ورځ لس ناروغان مړه شوي دي.

یو چارواکي د نوي ډلي ټي وي ته ویلي دي، چې د احمد نېګر ښار په دغه روغتون کې ۱۷ ناروغان د اور لګېدنې پرمهال په کورونا څانګه کې بستر وو.

ریجندرا بوسلې وویل، پاتې ناروغان د یو بل روغتون کوېډ څانګې ته انتقال شوي دي.

هغه وویل،‌ لږېدلی اور مړ شوی خو د پېښې د سبب په اړه لا معلومات نشته او زیاته یې کړه چې چارواکي به یې په اړه پلټنې وکړي.

د مهاراشترا ایالت پخواني اعلی وزیر دویندرا فېدنوېس په ټویټر غمرازي ښکاره کړې او د پېښې د عاملینو پر ضد یې د جدي ګامونو د اخېستلو غوښتنه کړې.

په هندوستان کې داسې پېښې کله نا کله کېږي. په مې میاشت کې کله چې دغه هېواد له مرګونې کورونا سره لاس او ګریوان وو، د هندوستان په لویدیځ کې د کورونا په څانګه کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شول.

د زړو وسایلو او د اور وژنې د مناسبو وسایلو د نه شتون له امله په هند کې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG