لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتندره ډلې تحریک لبیک نوم د ناقانونه ډلو دنوملړ نه وویستل شو


دپاکستان حکومت دلاقانون ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک نوم د دغیرقانوني یا ناچله ډلو د نوملړ څخه ویستلی دی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزارت سږکال تحریک لبیک ډله ناچله ګرځولې وه خو په دې وروستیو کې حکومت سره د روغې جوړې د تړون نه وروسته دکورنیو چارو وزیر ددغه ډلې دزوړ مقام بیا پځائ کولو اعلامیه خپره کړې ده.

له دې اعلامیې وروسته به اوس د تحریک لبیک دنوم سره “کالعدم” توری نه لیکل کیږي اؤ دې ډلې ته به

ګرد هیواد کې دخپلو فعالیتونو اجازه ترلاسه وي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې اوس به د تندروه ډلې تحریک لبیک ټولې کنګل شوې پنګې بیرته خلاصې شي اؤ ددې ډلې مشران به دخپلو بانکي اکاونټونو نه پیسې ویستلی اؤ پکې پیسې جمع کولی شي.

د کورنیو چارو د وزارت اعلامیه دترهګرۍ دمخنیوي ادارې نیکټا هم لیږل شوې چې اوس به دغه اداره کې دغیرقانوني ګوندونو په نوملړ کې په ۷۹نمبر دموجودې دتحریک لبیک ډلې نوم دناقانونه ډلو دنوملړ نه ویستل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو د غیرقانوني ډلو د نوملړ نه دتحریک لبیک په نوم ویستلو سختې نیوکې روانې دي اؤ ویل کیږي چې دې ډلې ګڼ شمیر پولیس وژلي اؤ ژوبل کړي ، یوازې دپرامنه پاتې کیدو په ژمنه اوس څنګه حکومت ددې ډلې نوم د ناقانونه ډلو د نوم لړ نه ویستلی شي.

سږکال داپریل په میاشت کې تحریک لبیک ډلې لخوا ملک نه دفرانس دسفیر د ویستلو لپاره داړي ګړي ډک احتجاج پیل کړی ؤ چې دحکومتي شمیرو له مخې په دغه احتجاج کې ۸پولیس عسکر وژل شوي اؤ د۶۰۰نه زیات نور ژوبل شوي وؤ چې بیا حکومت په دغه تندروه ډلې بندیز ولګولو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG