لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په افغانستان کې د داعش په بريدونو او القاعده په موجودګۍ اندېښنه څرګنده کړې


د افغانستان په حالاتو د خبرو دپاره د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي تامس وېسټ د ګل/دوشنبې په ورځ د يورپ او اسيا سفر پېل کړی، او په افغانستان کې يې د داعش په سېوا کېدونکو بريدونو او القاعده په موجودګۍ ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي دغه خبره د نهې/ سه شنبې په ورځ برسلز کې کړې ده.

رويټرز خبري ادارې ویلي، نوموړي د نېټو غړو هېوادونو ته د امریکې لخوا د طالبانو سره د خبرو په اړه احوال تير کړی دی.

د برسلز نه خبریالانو سره په ټيلیفوني خبرو کې وېسټ ويلي، واشنګټن د افغان طالبانو سره په دوحه کې د دوېم پړاو د خبرو تیارۍ کوي.

ويل شوي وېسټ به په خپل سفر کې د يورپ سره د پاکستان، هند او روس سفر هم کوي.

هغه زیاته کړې امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان په سېوا کېدونکو بريدونو اندېښنه لري او غواړي چې طالبان د داعش په کاميابۍ سره مقابله وکړي.

هغه ويلي څو پورې چې د نورو وسله والو ډلو تعلق دی نو القاعده اوس هم په افغانستان کې شتون لري او امریکا په دغې هم ډېره اندېښنه لري.

د سفر نه وړاندې ښاغلي وېسټ په خپل ټوېټر پېغام کې ويلي د امریکې مفادات د وړاندې بوتللو او د افغانانو د ملاتړ لارې چارې به لټوي.

هغه وویل که چېرې نړیواله ټولنه غواړي چې موثره ثابته شي نو پکار ده چې د افغانستان په اړه په یو والي ګامونه واخلي.

امریکايي استازی دغه سفر په داسې حال کې کوي چې په 15 اګست طالبانو کابل نیولی، له دغې وروسته داعش په افغانستان کې څو بريدونه کړي او بل لور ته ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې بشري بحران رامنځته کيږي.

ملګرو ملتونو خبرداری کړی که چېرې نړیواله ټولنه په وخت مرسته ونکړي نو د افغانستان د 40 مېلین ابادۍ د نیمايي نه زیاته برخه د لوږې سره مخامخ کېدلی شي.

د ملګرو ملتون د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرېم د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د خشاک، خوراک او د سری نرخونه په زیاتېدو دي چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکی بحران زیاتوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG